اسلام‌ اباد : پاکستان له یونسکو غوښتي دي چې د خیبر پښتونخوا چپلي کباب، بلوڅي سجي، سندي بریاني او د پنجاب مکۍ ډوډۍ او ساګ د ناملموس کلتوري میراث په فهرست کې د شاملولو لپاره ورسره مرسته وکړي.

 

دا غوښتنه د پاکستان د ملي میراث او کلتور وفاقي وزیر اورنګزېب خان کچهي په اسلام‌ اباد کې د یونسکو د پاکستان له استازي فواد پاشایف سره په لیدنه کې کړې ده. د پاکستان حکومت وايي غواړي د هېواد دودیز خواړه او له هغو سره تړلي د پخلي دودونه د کلتوري میراث د یوې برخې په توګه نړیوالو ته وروپېژني.

 

په وړاندیز شويو خوړو کې د خیبر پښتونخوا مشهور چپلي کباب، بلوڅي سجي، سندهي بریاني او د پنجاب مکۍ ډوډۍ او ساګ شامل دي.

 

چپلي کباب په ځانګړې توګه د پېښور او د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو له پخوانیو او مشهورو خوړو ګڼل کېږي. دا کباب د غوښې، رومیانو، پیازو، شنو مرچو او بېلابېلو مسالو څخه جوړېږي او د خیبر پښتونخوا د خوراکي کلتور یوه پېژندل شوې برخه ده.

 

بلوڅي سجي بیا د بلوچستان له مشهورو دودیزو خوړو څخه ده. په دودیز ډول بشپړ چرګ یا د پسونو غوښه په سیخ کې اچول کېږي او په ورو اور پخېږي. سجي په بلوچستان کې د مېلمستیاوو او دودیزو غونډو له مهمو خوړو څخه ګڼل کېږي.

 

سندي بریاني د سند له خورا مشهورو خوراکونو څخه ده، په داسې حال کې چې مکۍ ډوډۍ او ساګ د پنجاب د کلیوالي ژوند او ژمني خوراک له پخواني دود سره تړاو لري.

 

یونسکو د «ناملموس کلتوري میراث» تر نوم لاندې یوازې ودانۍ او تاریخي ځایونه نه، بلکې دودونه، هنرونه، پوهه، مهارتونه، ټولنیز رواجونه او له نسلونو نسلونو ته پاتې شوې کلتوري طریقې هم ثبتوي. پاکستان د دې کنوانسیون غړیتوب په ۲۰۰۵م کال کې ترلاسه کړی دی.

 

تر دې وړاندې د پاکستان له اړخه نوروز، باز ساتنه، د چترال د کالاش خلکو «سوري جاګېک» دود او د سند د «بورینډو» دودیزې موسیقۍ الې هنر هم د یونسکو د ناملموس کلتوري میراث په بېلابېلو فهرستونو کې شامل شوي دي.

 

په همدې لیدنه کې پاکستان له یونسکو دا غوښتنه هم کړې ده چې د خیبر پښتونخوا تاریخي راني ګټ او د سند د بنبهور لرغونی بندر د نړیوال کلتوري میراث په فهرست کې د شاملولو لپاره مرسته وکړي.

 

د یونسکو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پاکستان ۳۷ تاریخي ځایونه د نړیوال میراث د احتمالي نوماندانو په فهرست کې دي، خو شپږ ځایونه یې په رسمي ډول د نړیوال میراث برخه ګرځېدلي دي.

 

پاکستاني چارواکي وايي، چې د خوراکونو او نورو سیمه‌ ییزو دودونو نړیوال ثبت به نه یوازې د هېواد کلتوري پېژندګلوي زیاته کړي، بلکې د دغو دودونو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د انتقال په برخه کې به هم مرسته وکړي.