یکه غونډ : د مومند ضلعې د فرنټیر کور، ایف سي، د ځایي ونګ کمانډر او د ضلعې د پولیسو مشر، ډي پي او، د یکه غونډ پولیس تاڼې او ورسره نژدې پولیس پوستو دوره کړې او هلته یې امنیتي انتظامات کتلي دي.

 

د پولیسو له خوا ،د سپتمبر په ۳مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د دورې پر مهال د یکه غونډ او غلنۍ د تاڼو ایس اېچ اوګان هم موجود وو.

 

ډي پي او د یکه غونډ تاڼې روزنامچه، سرکاري رجسټرونه، مال‌ خانه، وسلې، سي سي ټي وي کېمرې او د تاڼې ودانۍ وکتلې. هغه د جوړېدو په حال کې د یکه غونډ نوې تاڼې ته هم ورغی او د تعمیراتي کار د پرمختګ جاج یې واخیست.

 

وروسته چارواکو د باب مومند پولیس پوستې، شیر محانو، چوپان پیکټ، هلکي ګندهاو او نورو نژدې پولیس پوستو دوره وکړه او د پولیسو د ډیوټۍ او امنیتي انتظاماتو جاج یې واخیست.

 

چارواکو اړوندو پولیس افسرانو ته ویلي دي چې په تاڼو او پوستو کې امنیت نور هم ټینګ کړي، سرکاري ریکارډونه پر وخت تازه وساتي، د وسلو او مال‌ خانې ریکارډ سم وساتي او د سي سي ټي وي کېمرو فعاله ساتل یقیني کړي.

 

پولیسو ته دا هدایت هم شوی دی چې د اوسني امنیتي وضعیت له امله الرټ واوسي او خپلې دندې په احتیاط او مسلکي توګه ترسره کړي.