خیبر / پېښور : د تیراه د بې‌ ځایه شويو خلکو تنظیم ویلي دي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د دفتر مخې ته یې د پنجشنبې، سپټمبر ۳مې، لپاره ټاکل شوی احتجاج د حکومتي چارواکو له خوا د غوښتنو د منلو له ژمنې وروسته منسوخ کړی دی.

 

د تحریک متاثرین تیراه ویاند صحبت خان ویلي دي، چې حکومت ژمنه کړې ده چې د بې‌ ځایه کورنیو بند شوي موبایل سیمونه به بېرته فعال کړي او له دغو سیمونو سره تړلې اعلان شوې مالي مرستې به هم ورکړي.

 

د نوموړي په وینا، چارواکو دا ژمنه هم کړې ده چې مستحقو بې‌ ځایه کورنیو ته به د شپږو میاشتو لپاره هره میاشت ۵۰ زره روپۍ مالي مرسته ورکول کېږي. هغه ویلي دي، چې د بې‌ ځایه شويو کورنیو د کډې او سامان د انتقال لګښتونه به هم حکومت ورکوي.

 

ټاکل شوې د سپتمبر پر ۹مه، یو ۳۶ کسیز پلاوی تیراه ته ولاړ شي او هلته د کورونو، سرکاري ودانیو او نورو شتمنیو د زیانونو جاج واخلي. د تحریک متاثرین تیراه په وینا، دغه پلاوی به د سیمې د حالاتو، د کورونو د زیانونو او د بې‌ ځایه کورنیو د نورو اړتیاوو په اړه هم معلومات راټول کړي.

 

خیبر : تیراه کې بې‌ ځایه شوې کورنۍ د مرستو او بېرته ستنېدو پر حکومتي پلان بې‌ باوره دي
خیبر : تیراه کې بې‌ ځایه شوې کورنۍ د مرستو او بېرته ستنېدو پر حکومتي پلان بې‌ باوره دي
خیبر : که په دوه اونیو کی حکومت د تیراه کډوال ستانه نه کړل ، نو خپله به یې بوځم : عبدالغنی اپریدی
خیبر : که په دوه اونیو کی حکومت د تیراه کډوال ستانه نه کړل ، نو خپله به یې بوځم : عبدالغنی اپریدی
حمیدالله جان اپریدی : په تیراه کې د خلکو پر پلرنیو ځمکو د امنیتي ادارو د قبضو دعوه، شواهد به زر وړاندې کړم
حمیدالله جان اپریدی : په تیراه کې د خلکو پر پلرنیو ځمکو د امنیتي ادارو د قبضو دعوه، شواهد به زر وړاندې کړم

 

تنظیم تر دې مخکې ویلي وو چې که حکومت یې غوښتنو ته عملي ځواب ورنه کړي، د سپتمبر پر درېیمه به د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر دفتر مخې ته احتجاج کوي. خو د سپتمبر پر دویمه له حکومتي چارواکو سره د خبرو او د هغوي له ژمنو وروسته د پنجشنبې لپاره ټاکل شوی احتجاج منسوخ شو.

 

د تیراه بې‌ ځایه کورنۍ له څه مودې راهیسې د مالي مرستو، د بندو سیمونو د فعالولو، د کورونو او نورو شتمنیو د زیانونو د سروې، د انتقال د لګښتونو او خپلو سیمو ته د خوندي ستنېدو غوښتنه کوي.