د خیبر ضلعې د باړې حلقې د صوبایي اسمبلۍ غړي ،عبدالغني اپریدي، ویلي دي چې که اړوند چارواکو په راتلونکو دوو اوونیو کې د تیراه د بې‌ ځایه شویو کورنیو د ستنېدو لپاره روښانه پلان اعلان نه کړ، نو دی به پخپله کډوالې کورنۍ بېرته تیراه ته بوځي.

 

نوموړي ،د جون په ۲۲مه، په باړې پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د تیراه زرګونه کورنۍ د سختې یخنۍ او واورینو ورځو پر مهال د پوځي عملیاتو په نوم له خپلو کورونو ایستل شوې وې، خو وروسته وفاقي حکومت د عملیاتو له دریځه پر شا شو او بې‌ ځایه شوي خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ پرېښودل.

 

عبدالغني اپریدي وویل، چې د تیراه خلک چې د خپلو شنو او یخو درو په چاپېریال کې ژوند ته عادت وو، اوس د باړې او پېښور په ګرم موسم کې په تنګو کرايي کورونو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر ناروغه شوي او اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې دي.

 

هغه زیاته کړه چې د جبري بې‌ ځایه کېدو له امله خلکو خپل کورونه، کرنیزې ځمکې، فصلونه او کاروبارونه له لاسه ورکړي او اوس یې ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.