اسلام اباد : پاکستان له یونیسکو غوښتي دي چې د خیبر پښتونخوا د بونېر لرغونی ځای ،راني ګټ، او د سند صوبې تاریخي بندر ،بنبهور، د نړیوال میراث په فهرست کې شامل کړي.
د قامي میراث وفاقي وزیر ،اورنګزېب خان کچي، دا غوښتنه په پاکستان کې د یونیسکو له استازي فواد پاشایوف سره د ملاقات پر مهال کړې ده.
راني ګټ د بونېر یو مهم لرغونی بودايي ځای دی چې د ګندهارا له تمدن سره تړاو لري. بنبهور بیا د سند صوبې یو لرغونی بندري ښار دی چې د سیمې د پخواني تجارت او تاریخ له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.

پاکستان دا مهال د یونیسکو د احتمالي نړیوال میراث په فهرست کې ۳۷ ځایونه لري او راني ګټ او بنبهور هم پکې شامل دي. په دې فهرست کې شاملېدل د نړیوال میراث وروستی حیثیت نه دی؛ د دې لپاره رسمي نوماندي، ارزونه او د یونیسکو د نړیوال میراث کمېټۍ منظوري ضروري وي.
د پاکستان چارواکي وايي، چې د نړیوال میراث له چارو سره تړلی یو پلاوی به د سپتمبر له شپږمې تر یوولسمې پورې بنبهور ته سفر وکړي او د سیمې د ساتنې او نړیوال میراث ته د وړاندې کولو اړوند چارو به جاج واخلي.
پاکستان له یونیسکو دا غوښتنه هم کړې ده چې مکۍ روټۍ او ساګ، بلوڅي سجي، سندهي بریاني او چپلي کباب د نامادي کلتوري میراث په فهرست کې شامل شي.
د ګندهارا لپاره د وزیراعظم ځانګړې ډلې ویلي دي، چې حکومت غواړي په بهرنیو هېوادونو کې د ګندهارا ځانګړي مرکزونه او نندارتونونه هم زیات کړي، څو د پاکستان لرغونی بودايي او کلتوري میراث په نړیواله کچه لا زیات معرفي شي.


شال نیوز