تهران/واشنګټن: د امریکا او ایران ترمنځ روانه پنځه اونیزه جګړه بې ساري حد ته رسېدلې ده. د راپورونو له مخې، امریکایي او اسرائیلي ځواکونو په ګډه په ایران کې ستر ستراتیژیک اهداف په نښه کړي چې ورسره په سیمه کې د لا ډېرې ویجاړۍ وېره خپره شوې ده.

د بریدونو تازه جزیات:

 د ایران په کرج سیمه کې (چې له تهران څخه ۳۵ کیلومتره لرې ده) د ایران تر ټولو لوړ پُل چې لا یې کار روان و، په نښه شوی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ایکس پاڼه د دغه پُل د راغورځېدو ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې "دا پُل به بیا هیڅکله ونه کارول شي."

 د ایران د فولادو (Steel) دوه تر ټولو لویې کارخانې د سختو هوايي بریدونو له امله له کاره لوېدلي دي. دا بریدونه د ایران پر اقتصاد یو لوی ګوزار ګڼل کېږي.

 طبي او څېړنیز مرکز: په تهران کې د "پاسټور انسټیټیوټ" په نوم یو ۱۰۰ کلن طبي او څېړنیز مرکز هم په بریدونو کې سخت زیانمن شوی دی.

 د ایران په شمال ختیځ کې د مشهد هوایي ډګر ته نږدې د تېلو په یوې ډیپو توغندی لګېدلی چې له امله یې پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د ډونالډ ټرمپ خبرداری:

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل چې امریکا خپلو اهدافو ته نږدې شوې ده. هغه په سختو ټکو کې وویل: "په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې به موږ ایران بېرته د ډبرو دور (Stone Ages) ته بوځو، چیرته چې د دوی ځای دی." هغه زیاته کړه چې که ایران ژر تر ژره یوې معاملې او تړون ته حاضر نه شي، نو له دغه هېواد څخه به هیڅ پاتې نه شي.

د ایران ځواب او د اسرائیل حالت:

د ایران حکومت د دغو بریدونو په ځواب کې پر تل ابیب او بیت المقدس (یروشلم) لسګونه توغندي ورولي دي. په اسرائیل کې د خطر زنګونه وهل شوي او خلک پناه ځایونو ته تللي دي. ایراني جنرالانو ویلي چې که امریکا ځمکني عملیات پیل کړي، نو هیڅ سرتېری به یې ژوندی پاتې نه شي.

نړیوال غبرګونونه:

 د بریتانیا په مشرۍ د ۴۰ هېوادونو استازو غونډه کړې او له ایرانه یې غوښتي چې د "هرمز تنګي" د کښتیو پر مخ پرانیزي، ځکه د دې لارې بندېدو نړیوال اقتصاد له خطر سره مخ کړی.

چین د دې وضعیت پړه پر امریکا او اسرائیل اچولې او دا بریدونه یې د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي. ولادیمیر پوتین د سعودي له ولیعهد سره په ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماسۍ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د اختر د رخصتیو (نوروز) ۱۳مه ورځ وه او عام خلک په پارکونو کې د چکر لپاره وتلي وو چې دا بریدونه وشول. په سیمه کې د تېلو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.