لاهور : د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د پنجاب د ترهګرۍ ضد قانون په تازه بدلونونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې نوی قانون د منصفانه عدالتي کارروایۍ حق اغېزمنولی شي.

 

د نوي قانون له مخې، حکومت ځینې مقدمې «ځانګړې امنیتي مقدمې» ګرځولی شي او په دغو مقدمو کې د قاضي، سرکاري وکیل، پولیس افسر، شاهد او حتی د مدافع وکیل شناخت پټ ساتل کېدی شي.

 

 

 

د بشري حقونو کمېشن وايي، چې په قانون کې دا خبره روښانه نه ده چې کومې مقدمې به د ځانګړو امنیتي مقدمو په توګه ټاکل کېږي. کمېشن اندېښنه ښودلې ده چې د روښانه حدودو د نشتوالي له امله دا اختیار د عامو خلکو، سیاسي مخالفینو او احتجاج کوونکو پر ضد هم استعمالېدی شي.

 

پنجاب: صوبايي اسمبلۍ د ترهګرۍ ضد قانون متنازع بدلون د اپوزېشن له واک‌اوټ وروسته منظور کړ
پنجاب: صوبايي اسمبلۍ د ترهګرۍ ضد قانون متنازع بدلون د اپوزېشن له واک‌اوټ وروسته منظور کړ

 

ادارې ویلي دي، چې د قاضیانو، پولیسو او شاهدانو خوندیتوب مهم دی، خو د شناخت د پټ ساتلو لپاره باید واضح قانوني شرطونه او حدود موجود وي. د پنجاب حکومت وايي، چې د نوي قانون مقصد په خطرناکو او د وسله والو اړوندو مقدمو کې د شاهدانو او عدالتي چارواکو خوندیتوب دی.

 

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د سپتمبر پر دویمه د دې قانون په اړه خپل بیان خپور کړی دی.