نیویارک : د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پاکستان په مشرۍ د معذورو کسانو لپاره مرستندویه ټکنالوجۍ او وسایلو ته د لاسرسي په اړه لومړنی ځانګړی قرارداد په اتفاق منظور کړی دی.

 

په قرارداد کې ویل شوي دي، چې په نړۍ کې شاوخوا دوه نیم اربه کسان ویلچېرونو، مصنوعي غړو، د اورېدو الو، سکرین لوستونکو او نورو مرستندویه وسایلو ته اړتیا لري، خو میلیونونه کسان د لوړې بیې، کم موجودیت او د روغتیايي او تخنیکي خدمتونو د کمښت له امله ورته لاسرسی نه لري.

 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ویلي دي، چې دغه وسایل د معذورو کسانو لپاره د تعلیم، کار، روغتیايي خدمتونو او خپلواک ژوند لپاره مهم دي.

 

قرارداد له شتمنو هېوادونو او نړیوالو ادارو غواړي چې پرمختیايي هېوادونو ته مالي او تخنیکي مرسته زیاته کړي، څو معذور کسان اړین وسایل په اسانه ترلاسه کړی شي. په قرارداد کې دا غوښتنه هم شوې ده چې د جګړو او قدرتي افتونو پر مهال دې د معذورو کسانو لپاره اړین مرستندویه وسایل موجود وي.

 

پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه قرارداد د پاکستان د لومړۍ نابینا مسلکي سفارتکارې سایمه سلیم له خوا تیار شوی و. قرارداد د سپتمبر پر دویمه په نیویارک کې منظور شوی دی.