مونشن‌ ګلادباخ : د جرمني د نوردراین ـ وستفالن ایالت په مونشن‌ ګلادباخ ښار کې د یوې کورنۍ د شخړې پر مهال یوه ۴۴ کلنه افغانه ښځه وژل شوې او د هغې ۳۹ کلنه خور سخته ژوبله شوې ده. د پولیسو په وینا، پېښه ،د اګست په ۳۱مه، ماښام شاوخوا ۶:۵۰ بجې شوې ده. لومړی د ۳۹ کلنې ښځې او د هغې د مېړه ترمنځ شخړه شوې وه.

 

د راپور له مخې، ۴۴ کلنې خور هڅه کړې وه چې شخړه ارامه او دواړه سره جلا کړي، خو په دهلېز کې د خپلې خور له ۵۱ کلن مېړه سره په شخړه اوښتې ده. پولیس وايي، چې ۵۱ کلن سړي پر ۴۴ کلنې ښځې په چاقو برید کړی. ښځې د سختو ټپونو او ډېرې وینې بهېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د وژل شوې ښځې ۳۹ کلنه خور او د هغې مېړه هم ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي. مشکوک سړی له پېښې وروسته تښتېدلی و، خو پولیسو وروسته د یوې هدیرې ترڅنګ په پارکینګ کې نیولی دی. د هغه موټر هم هلته سوځېدلی موندل شوی دی.

 

پولیس وايي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او مشکوک کس به تحقیقاتي قاضي ته وړاندې شي.