کیګالي : پنځه کاله مخکې چې طالبان کابل ته داخل شول، د افغان نجونو د تعلیم لپاره جوړ شوی ،سولا ښوونځی، هم له افغانستانه ووت. زده کوونکې یې لومړی له کابل وایستل شوې او وروسته افریقايي هېواد روانډا ته ورسېدې. هلته دوي څو کاله په کرایه ودانیو کې زده کړې وکړې، خو اوس سولا په روانډا کې د افغان نجونو لپاره خپل دایمي ښوونځی پرانیستی دی.

 

د «سکول اف لیډرشیپ افغانستان» یا سولا بنسټ اېښودونکې ،شبانه باسیج راسخ، ده. هغې خپله هم د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پټه زده کړې کړې وې. د سولا هدف له پېله دا و چې افغان نجونو ته نه یوازې د ښوونځي تعلیم ورکړي، بلکې هغوي د لوړو زده کړو او راتلونکې مشرتابه لپاره هم چمتو کړي.

 

 

 

سولا په افغانستان کې د نجونو لومړنی لیلیه لرونکی ښوونځی و. دغه اداره وايي، چې په کابل کې یې هڅه کوله چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او ټولنو نجونې په یو ښوونځي کې سره راټولې کړي. خو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ښوونځي راتلونکی هم له خطر سره مخ شو او زده کوونکې یې له افغانستانه وایستل شوې.

 

روانډا د سولا لپاره د لنډ وخت د اوسېدو ځای نه و. له ۲۰۲۱م کال راهیسې زده کوونکو هلته په کرایه ودانیو کې ژوند او زده کړې کولې، خو اداره له هماغه وخته د یو خپل او دایمي ښوونځي د جوړولو لپاره کار کاوه. د نوي ښوونځي د جوړولو کار په ۲۰۲۵م کال کې پېل شو او د ۲۰۲۶م کال په اګست کې زده کوونکې نوي ځای ته ولېږدول شوې.

 

نوی ښوونځی داسې جوړ شوی دی چې په راتلونکي کې تر ۲۵۰ زیاتو افغان نجونو ته ځای ولري. په ودانۍ کې د زده کړو خونې، ساینسي لابراتوارونه، کتابتون، د زده کوونکو مرکز، جومات او د منځنیو او لوړو ټولګیو د زده کوونکو لپاره د اوسېدو خونې جوړې شوې دي.

 

 

 

اې پي وايي، چې دا مهال په روانډا کې د سولا په ښوونځي کې ۱۲۲ افغانې نجونې زده کړې کوي. دا نجونې د افغانستان له بېلابېلو سیمو او له افغانستانه بهر مېشتو افغان کورنیو څخه ورغلې دي.

 

د دې ښوونځي غوښتنه دومره زیاته شوې چې سولا وايي په ۲۰۲۵م کال کې ورته د داخلې لپاره ۵۳۸۵ افغان نجونو درخواستونه ورکړي وو. له دې ډلې ۷۹۴ نجونې د مرکې لپاره غوره شوې او په پای کې یوازې ۵۳ زده کوونکو ته داخله ورکړل شوه. دا نږدې د هر سلو درخواست ورکوونکو له ډلې د یوې نجلۍ د داخلېدو په معنا ده.

 

خو د روانډا ښوونځی یوازې محدود شمېر نجونې منلی شي. همدې ستونزې سولا دې ته وهڅوله چې هغو افغان نجونو ته هم د زده کړو لاره پیدا کړي چې روانډا ته نه شي تللی.

 

د همدې لپاره سولا په ۲۰۲۴م کال کې د سولا اېکس په نوم د انلاین زده کړو پروګرام پېل کړ. زده کوونکې د واټس‌ اپ له لارې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ورځني درسونه ترلاسه کوي. د ګډون لپاره یوازې یو سمارټ فون او عادي موبایل انټرنېټ ته اړتیا ده.

 

دلاور : د نجونو د زده‌ کړو د ځنډولو امر هبت‌ الله اخندزاده کړی، څوک یې په مقابل کې څه نه‌ شي ویلی
دلاور : د نجونو د زده‌ کړو د ځنډولو امر هبت‌ الله اخندزاده کړی، څوک یې په مقابل کې څه نه‌ شي ویلی
ذبیح‌ الله مجاهد وايي، اوس د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوښتنو او بحثونو وخت نه دی
ذبیح‌ الله مجاهد وايي، اوس د نجونو د ښوونځیو په اړه د پوښتنو او بحثونو وخت نه دی

 

اې پي وايي، چې دغه پروګرام اوس په ۷۷ هېوادونو کې تر ۴۱ زرو زیاتو افغان نجونو ته تعلیمي مواد رسوي. د دې پروګرام یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې درسونه په داسې ډول برابر شوي دي چې د کمزوري انټرنېټ او حتی د کورنۍ د ګډ موبایل له لارې هم کارول کېدی شي.

 

د سولا د دې پراختیا شالید په افغانستان کې د نجونو د تعلیم روان بندیز دی. طالبان د ۲۰۲۱م کال له واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ساتلي دي. وروسته یې د نجونو او ښځو پر پوهنتوني زده کړو هم بندیز ولګاوه. اې پي وايي، چې اوس له ۲.۴ میلیونو زیاتې افغان نجونې له منځنیو زده کړو بې برخې دي.

 

سولا وايي، په روانډا کې د دایمي ښوونځي جوړېدل د دې معنا نه لري چې دوي له افغانستان سره خپله اړیکه ختموي. د ادارې په وینا، که په راتلونکي کې شرایط برابر شي، غواړي یو ځل بیا په کابل کې هم ښوونځی پرانیزي، خو په روانډا کې به خپل مرکز هم وساتي.

 

 

 

شبانه باسیج راسخ او د سولا نور مسئولین وايي، چې د دوي اوږدمهاله هدف دا دی چې زده کوونکې لوړې زده کړې وکړي او یوه ورځ د افغانستان په بیا جوړولو کې برخه واخلي. د سولا لپاره د روانډا نوی ښوونځی ځکه هم ځانګړی ارزښت لري چې هغه نجونې چې پنځه کاله مخکې یې په بیړه کابل پرېښود، اوس د لومړي ځل لپاره داسې ځای لري چې اداره یې خپل دایمي کور بولي.

 

له کابل څخه تر کیګالي پورې د سولا دا سفر په داسې وخت کې دوام لري چې په افغانستان کې میلیونونه نورې نجونې لا هم د ښوونځي د دروازې د بېرته پرانیستل کېدو انتظار کوي.