نیویارک : د نیویارک ښار حکومت ،د سپتمبر په ۲مه، اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۶ ـ ۲۷م تعلیمي کال لپاره به تر اتم ټولګي پورې زده کوونکي په سرکاري ښوونځیو کې د ای ایي هغه ډېر وسایل نه شي کارولی چې پخپله ځوابونه، متنونه، عکسونه یا نور مواد جوړوي.

 

د ښار چارواکي وايي، چې دغه یو کلن بندیز به نږدې ۶۰۰ زره زده کوونکي اغېزمن کړي. ښاروال زهران ممداني ویلي دي، چې ماشومان د زده کړې لپاره استادانو، ټولګیوالو، بحث، تخلیقي فکر او مستقیم انساني تعامل ته اړتیا لري او باید د پوښتنو ځوابونه یوازې له ماشینونو و نه غواړي.

 

د نوي سیاست له مخې به د ۳۸ نه د زیاتو هغو تعلیمي پروګرامونو د ای ایي برخې هم بندې یا لرې شي چې تر دې مخکې په ښوونځیو کي د کار اجازه یې لرله. خو استادان به په ټاکلو برخو کې د سبقونو د تیارولو او اداري کارونو لپاره د ای ایي له ځینو وسایلو کار اخیستی شي.

 

د لېسې زده کوونکي له دې بشپړ بندیزه بهر دي او د هغوي لپاره به د ای ایي د محدود او تر څارنې لاندې استعمال جلا پروګرامونه روان وي. د نیویارک ښار حکومت وايي، چې د یو کال له بشپړېدو وروسته به د دې پالیسۍ پایلې وڅېړي او بیا به پرېکړه کوي چې بندیز وغځول شي او که بدلون پکې راشي.