سوات : د خیبر پښتونخوا په سوات کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.

 

پولیس وايي، چې پېښه ،د سپتمبر په ۲مه، د کبل تحصیل د توتانو بانډې سیمې د ګلونو شاه په سیمه کې هغه مهال شوې چې دوه موټرسایکلونه له یو بل سره ټکر شوي دي.

 

د وژل شویو کسانو مړي او ټپیان د کبل تحصیل مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیس وايي، د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.