د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له لوري د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د افغان طالبانو له خوا د ملکي وګړو د په نښه کولو د پېښې غندنې تر څنګ، د افغانستان د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ نه هم د درنو جګړو راپورونه ترلاسه شوي، چې دواړو غاړو ته یې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړې دي.

 

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په انګور اډه کې پر ملکي آبادۍ برید “غیر انساني عمل” دی او د دوي په وینا ښځې او ماشومان پکې په نښه شوي دي. د کورنیو چارو وزیر په خپل بیان کې ویلي، چې دا ډول بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو او د بشري حقونو د منشور ښکاره سرغړونه ده، او امنیتي ځواکونه د “بې‌ اشتعاله جارحیت” پر وړاندې ځوابي اقدامات کوي.

 

بل لور ته، د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ ځايي سرچیني وایي، چې پاکستاني ځواکونو د توپونو او درنو وسلو پراخ بریدونه پېل کړي دي. د سرچینو په خبره، سلګونه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او ګڼ شمېر کورنۍ د جګړې له وېرې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

 

ځايي چارواکو د بریدونو پخلی کړی، خو تر اوسه یې د مرګ ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ورکړي، او خپلواکو سرچینو هم د دواړو خواوو ادعاوې نه دي تایید کړې.

 

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي، چې د دوي عملیات د ترهګرۍ پر ضد دي او ادعا کوي چې وسلوال عناصر د پولې پورې غاړه فعالیت کوي، او زیاتوي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره احتیاطي تدابیر نیول کېږي. خو افغان لوري په ورته پېښو کې ویلي، چې د پولې هاخوا بریدونه د افغانستان پر حاکمیت تېری دی او زیاتره وخت ملکي وګړي زیانمنوي.

 

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې جګړې د دوي ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی. یو ځایي اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، “شپه او ورځ ډزې دي، ماشومان وېره لري، خلک له کوره نه شي وتلی.”

 

ورته اندېښنې د سویلي وزیرستان په انګور اډه او شاوخوا سیمو کې هم راپورته شوي، چې خلک د نورو احتمالي بریدونو له وېرې ژوند کوي.