د راپورونو لمخې، دغزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په زر دالو سیمه کې یو تراکتور چې کډه پرې بار وه، د تخنیکي ستونزې له امله چپه شوی دی. په دې پېښه کې د یوه ماشوم او دریو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
ټپیان لومړی د ولسوالۍ روغتون ته او وروسته د لا درملنې لپاره د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. مسوولین وایي چې د پېښې اصلي لامل تخنیکي ستونزه وه.
بل لور ته، د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې هم یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده. د بدخشان امنیه کومندانۍ په وینا، یو پیکپ موټر چپه شوی او ژورې ته لوېدلی دی چې له امله یې یو کس مړ شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

بریال منګل