ټورنټو : د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه په یو کلتوري غونډه کې لمانځل شوې ده، چې د افغان ټولنې کورنیو، ښځو، ځوانانو، ماشومانو او د افغانستان یو شمېر دوستانو پکې ګډون کړی دی.

 

دا غونډه ،د سپتمبر په لومړۍ، د کاناډا د افغانانو د ټولنیزو خدمتونو بنسټ له خوا جوړه شوې وه. تنظیموونکو ویلي دي، چې د پروګرام موخه د افغانانو ترمنځ د یووالي او ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا، د افغان کلتور، ژبې او دودونو ساتنه او له نوي نسل سره د خپل تاریخي او کلتوري میراث پېژندنه وه.

 

په غونډه کې شعرونه ولوستل شول، افغانۍ موسیقي او دودیزې سندرې وړاندې شوې، اتڼونه وشول او د ماشومانو لپاره بېلابېلې لوبې او کلتوري فعالیتونه هم برابر شوي وو.

 

استریلیا : د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه په ملبورن کې ولمانځل شوه
استریلیا : د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه په ملبورن کې ولمانځل شوه
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه : حامد کرزي یو ځل بیا د ملي یووالي او زده‌ کړو پر ارزښت ټینګار کړی دی
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه : حامد کرزي یو ځل بیا د ملي یووالي او زده‌ کړو پر ارزښت ټینګار کړی دی

 

تنظیموونکو ویلي دي، چې په پروګرام کې د افغان ښځو او مشرانو د ټولنیزې ونډې درناوی وشو او ګډونوالو د افغانستان د تاریخ، کلتوري میراث او ملي هویت پر ساتلو ټینګار وکړ.

 

د غونډې جوړوونکو د ګډونوالو، رضاکارانو او ملاتړ کوونکو مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول پروګرامونه په بهر کې مېشت افغان نوي نسل له خپل کلتور، ژبې او تاریخي هویت سره د تړلو په برخه کې مهم رول لري.

 

افغانستان د ۱۹۱۹م کال د اګست پر ۱۹مه د خپل بهرني سیاست بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه او سږ کال یې ۱۰۷مه کلیزه ولمانځل شوه.