سوات : د سوات د کبل تحصیل په ګل جبه سیمه کې ،د سپتمبر په ۲مه، یوه ښځه په ډزو وژل شوې او د هغې د مور او پلار کورنۍ د وژنې دعوه د نوموړې پر مېړه کړې ده. سرچینې وايي، چې پولیس د پېښې له اطلاع وروسته سیمې ته رسېدلي، شواهد یې راټول کړي او د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

 

د وژل شوې ښځې مړی د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته وړل شوی و او وروسته یې کورنۍ ته سپارل شوی دی. سرچینې دا هم وايي چې پر وژل شوې ښځې تر دې وړاندې د خپلې خواښې د وژنې تور لګېدلی و او په همدې تړاو زندان ته هم تللې وه.

 

پولیسو تر اوسه د پېښې د انګېزې او د تورن کس د نیول کېدو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.