د کوز سویلي وزیرستان په وانا سیمه کې د سلیمان خېل قامي تحریک مشرانو د زرملن او ګل کچ سیمو ته د تحصیل درجې ورکولو او د اساسي سهولتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د اپریل پر ۳۰مه، د واڼا په ضلعي پریس کلب کې یوې بېړنۍ خبري غونډې ته په وینا کې د تحریک مشر سردار ناصر خان زیاته کړه چې زرملن او ګل کچ کې مېشت سلیمان خېل قام له اوږدې مودې راهیسي د بې پامۍ سره مخ دی او د دې له امله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي. هغه وویل چې د اساسي سهولتونو نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند ډېر اغېزمن کړی دی.
نوموړي وویل چې په دواړو سیمو کې د ښځو لپاره د روغتون جوړول د سیمي سمدستي اړتیا ده، او د ایمبولینس خدمت نشتوالی ،په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، د طبي بیړنیو حالاتو پر مهال جدي خطرونه رامنځته کوي.
د هغه په وینا، د روغتیايي سهولتونو د کمښت له امله ناروغان اړ کېږي چې لرې سیمو ته ولاړ شي، چې له امله یې د ژوند د ضایع کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
سردار ناصر خان د تعلیم په برخه کې هم د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل چې د تعلیمي ادارو حالت خراب دی، د استاذانو غیر حاضري او د څارنې نشتوالی د زدهکوونکو پر تعلیم منفي اغېز کړی دی.
هغه دا هم وویل چې د سرکاري چارو لپاره د ګزیټډ افسرانو د لاسلیک ترلاسه کول خلکو ته ستونزمن شوي، چې له امله یې عادي کارونه هم تر ورځو ورځو پورې ځنډېږي.
د سلیمان خېل قامي تحریک مشر زیاته کړه چې د دوي قام تل د سیمي د امن، استحکام او دفاع لپاره رول لوبولی، نو باید ورته د نورو قبایلو په څېر برابر حقونه او پرمختیایي سهولتونه ورکړل شي.
په پای کې مشرانو له صوبایي حکومت، ایم این ای زبیر خان وزیر، ایم پي ای عجب ګل وزیر، کمشنر ډي آي خان، ډپټي کمشنر کوز سویلي وزیرستان مسرت زمان او وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا سهیل خان اپریدي څخه غوښتنه وکړه چې سمدستي دې د سیمي د ستونزو نوټس واخلي او د خلکو محرومۍ دې ختمې کړي.
د خبري غونډې په پای کې ګډونوالو اعلان وکړ چې د خپلو حقونو لپاره به په هر فورم خپل غږ پورته کوي او د بې انصافۍ پر ضد به چوپ پاتې نه شي.

ظفر وزير