کوټه : د بلوچستان اسمبلۍ په متفقه توګه یو قرارداد منظور کړی دی چې صوبايي حکومت دې د تېزاب بریدونو پر ضد موجود قوانین بیا وڅېړي او د دې جرم لپاره دې یو جامع او سخت ځانګړی قانون جوړ کړي.
قرارداد د ډاکټرې ماه نور ناصر پر ضد د جون میاشتې د تېزاب برید وروسته وړاندې شوی دی. په قرارداد کې ویل شوي دي، چې موجود قانوني نظام نه د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره کافي دی او نه د اغېزمنو کسانو د اوږدمهاله درملنې، مرستې او عادي ژوند ته د ستنېدو اړتیاوې پوره کوي.
اسمبلۍ غوښتنه کړې ده چې په نوي قانون کې دې د تېزاب پر خرڅلاو، اخیستو او انتقال سخت کنټرول ولګول شي، بریدګرو ته دې سختې سزاګانې وټاکل شي او اغېزمنو کسانو ته دې وړیا درملنه او پلاستیک سرجري ورکړل شي.
قرارداد دا هم غواړي چې د تېزاب برید اغېزمنو کسانو ته دې رواني او قانوني مرسته او مالي معاوضه ورکړل شي. د بلوچستان چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې په صوبه کې لږ تر لږه د تېزاب برید اووه مقدمې ثبت شوې دي.
بلوچستان اسمبلۍ په یو جلا قرارداد کې د صوبې د امنیتي حالاتو په اړه د قامي ایکشن پلان د بشپړ او بې توپیره عملي کولو غوښتنه هم کړې ده. د تېزاب بریدونو په اړه قرارداد د اګست پر ۳۱مه منظور شوی او تفصیلي معلومات یې د سپتمبر پر لومړۍ خپاره شوي دي.


نعيم اچکزئي