دکي : د بلوچستان د دکي په ښار کې د تیزاب ګردۍ له پېښې سره د مخ شوې ډاکټرې ،ماه نور ناصر، په نوم یو سړک نومول شوی دی. د بلوچستان د اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، په منظوري، د اګست په ۲۳مه، د د ډماني چوک ترڅنګ د حاجي امان الله جومات سړک اوس په رسمي توګه د «ډاکټر ماه نور ناصر روډ، دکي» په نوم یادېږي.
چارواکي وايي، چې دا پرېکړه د ډاکټرې ماه نور ناصر د زړورتیا، عزم او استقامت په درناوي کې شوې ده. نوموړې د تیزاب ګردۍ له یوې سختې پېښې سره مخ شوې وه، خو له دې سره سره یې خپل مسلکي ژوند او د خلکو خدمت ته دوام ورکړی دی.
اعلا وزیر سرفراز بګټي ویلي دي، چې ډاکټرې ماه نور ناصر په سختو حالاتو کې د زړورتیا او هوډ بېلګه وړاندې کړې ده او د بلوچستان د ښځو لپاره د ویاړ وړ شخصیت دی. د اعلا وزیر په لارښوونه د بلوچستان د بلدیاتو او کلیوالي پراختیا ادارې د سړک د نوي نوم رسمي خبرتیا هم خپره کړې ده.
چارواکي وايي، چې د ډاکټرې ماه نور ناصر په نوم د سړک نومول نه یوازې د هغې د مبارزې درناوی دی، بلکې په ټولنه کې د ښځو د زړورتیا، استقامت او خدمت د ستاینې یو پیغام هم ګڼل کېږي.


نعيم اچکزئي