د افغانستان د ریاست الوزراء اداري مرستیال ،مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې له وزیر ،مولوي نجیبالله حقاني، سره یوځای ننګرهار ولایت ته سفر کړی، څو له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅاري.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد پلاوي د راستنېدونکو د مېشتېدو، لومړنیو خدماتو او بشري اړتیاوو ارزونه کړې ده. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې مولوي حنفي اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو راستنېدونکو ته پر وخت او اغېزمن خدمات وړاندې کړي او د هغوي د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

افغانستان ته راستیدونکي افغان کډوال | انځور شال نیوز / بریال منګل
د سفر پر مهال ټینګار شوی، چې حکومت ژمن دی د راستنېدونکو د ژوند د اسانتیا، سرپناه، او بنسټیزو خدماتو د برابرولو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې، چې ورسره د هغوي د ځای پر ځای کېدو او لومړنیو خدماتو اړتیاوې هم زیاتې شوې دي.

بریال منګل