بشکیک / لاهور : د شنګهای د همکارۍ سازمان د بشکیک په سرمشریزه کې لاهور د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷م کال لپاره د سازمان د سیلګرۍ او کلتور پلازمېنه ټاکلې ده. دا پرېکړه د هغو شلو څخه د زیاتو اسنادو برخه ده چې ،د سپتمبر په لومړۍ، د سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د سرمشریزې په پای کې منظور کړي دي.

 

د دې پرېکړې له مخې تمه کېږي چې په لاهور کې به د شنګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په ګډون د سیلګرۍ غونډې، کلتوري پروګرامونه، هنري نندارتونونه، ادبي او موسیقۍ پروګرامونه او نورې نړیوالې غونډې جوړې شي.

 

د دې حیثیت موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پیاوړي کول، د سیلګرۍ وده او د سیمې د تاریخي او کلتوري میراث پېژندنه ده.

 

لاهور د پاکستان له مهمو تاریخي او کلتوري ښارونو څخه دی. د مغلو د دورې تاریخي ودانۍ، زوړ ښار، موزیمونه، باغونه، موسیقي، ادب او دودیز خواړه یې د سیلګرۍ له مهمو ځانګړنو څخه بلل کېږي.

 

د شنګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د خپلو ښارونو له منځه یو ښار د یوې ټاکلې مودې لپاره د سیلګرۍ او کلتور پلازمېنه ټاکې او په دغه موده کې هلته بېلابېل کلتوري او د سیلګرۍ پروګرامونه ترسره کېږي.

 

د لاهور د ټاکلو پرېکړه د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د بشکیک د سرمشریزې په پای کې اعلان شوې ده.