بشکیک / اسلام اباد : د ملګرو ملتونو جنرل سیکتر انتونیو ګوتېرش پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده. د پاکستان نایب وزیراعظم او خارجه وزیر ،اسحاق ډار، د سپتمبر پر لومړۍ په بشکیک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له جنرل سیکتر انتونیو ګوتېرش سره لیدلي او هغه ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د پاکستان خارجه دفتر ویلي دي، چې ګوتېرش بلنه منلې ده او د سفر نېټه به د دواړو خواوو په مشوره وروسته ټاکل کېږي. په ملاقات کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ پر راتلونکې غونډې، د امنیت شورا پر روانو چارو او سیمه ییزو حالاتو هم خبرې شوې دي.
د پاکستان د خارجه دفتر په وینا، د ملګرو ملتونو جنرل سیکتر د سیمه ییزې سولې او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې ده.


شال نیوز