فرانسس کلیفورډ سمیت چې په ۱۹۵۰م کال کې د یو قتل په جرم د پانسۍ په سزا قید شوی و، د خپل ژوند تر پایه هماغه خبره تکراروله: دی بې ګناه دی. هغه نږدې ټول عمر د جیل، مشروطې خوشي کېدو او سرکاري څارنې لاندي تېر کړ. د هغه د پانسۍ نېټه څو ځله وټاکل شوه، سزا یې وروسته په عمري قید بدله شوه او په پای کې په ۱۰۱ کلنۍ کې مړ شو.
خو د سمیت مقدمه یوازې د یو ډېر زاړه قیدي کیسه نه ده. د عدالت د اصلي اسنادو کتنه ښيي چې د هغه پر ضد مقدمه تر ډېره پر فرضي یا غیرمستقیمو ثبوتونو ولاړه وه، یو مهم شاهد وروسته له خپلې خبرې واوښت او بل سړي بیا وویل چې په قتل کې سمیت نه، بلکې دی شریک و. سره له دې، سمیت ته هېڅکله نوې مقدمه ورنه کړل شوه.
همدا پوښتنه د دې ۷۶ کلنې مقدمې تر شا پاتې ده: که انصاف ړوند وي، نو ایا د شک لیدلو توان هم له لاسه ورکوي؟
د ۱۹۴۹م کال د جولایۍ پر ۲۳مه د کنېټیکټ ریاست په ګرینویچ کې د «انډین هاربر یاټ کلب» د شپې ساتونکی ګروور هارټ د غلا پر مهال په ډزو ووژل شو.
د عدالتي اسنادو له مخې، هغه مرمۍ چې هارټ یې وژلی و، د ۲۲ کالیبر «سمیت اینډ وېسن» توپنچې وه. په سیمه کې د بلې ۲۲ کالیبر «کولټ» توپنچې مرمۍ او خولۍ هم وموندل شوې. عدالت وویل، چې له دې نه داسې ښکاري چې په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان شامل وو.
جارج لاوډن نومي کس وروسته د همدې وژنې په تړاو د دویمې درجې قتل جرم ومانه. خو د پولیسو له خوا د وژنې له ځایه فرانسس سمیت ته تړلې کومه مستقیمه قانوني نښه یا ثبوت د عدالت په فیصلو کې نه ښکاري. د هغه پر ضد اړیکه د نورو ثبوتونو له لارې جوړه شوه.
.jpeg)
یوه ورځ وروسته د نیویارک ریاست پولیسو د «هالیووډ کیفې» مخې ته یو خړ کډیلاک موټر ولید. په موټر کې هغه «کولټ» توپنچه وموندل شوه چې د وژنې په ځای کې موندل شوې ځینې خولۍ ترې ویشتل شوې وې. د یاټ کلب یو خولۍ، غلا شوي نیکټایان، ګاڼې او نور شیان هم په موټر کې موجود وو.
سرکاري وکیلانو وویل، چې سمیت مخکې همدغه یا ورته موټر چلولی و، د موټر په دننه کې داسې کمیس هم موندل شوی و چې د ده یا د ده د کورنۍ د یو غړي ګڼل کېده، او یو شمېر شاهدانو هغه د موټر له استعمال سره تړلی و.
سمیت د جولایۍ پر ۲۸مه ونیول شو. د محکمې د اسنادو له مخې، هغه په ځنګله کې پټ و، پولیسو ته یې غلط نوم ورکړ او د وېښتانو د رنګولو بوتل ورسره و. د سرکاري وکیلانو لپاره دا ټولې نښې د یو تصویر برخې وې: موټر، وسله، غلا شوي توکي، د سمیت تېښته او د هغه چلند.
په ۱۹۵۱م کال کې د کنېټیکټ ستر عدالت هم وویل چې که څه هم مقدمه په غیرمستقیمو ثبوتونو ولاړه وه، خو جیوري حق درلود چې له دغو ثبوتونو د سمیت د لاس لرلو نتیجه واخلي.
یعنې قانون هغه په جرم ثابت قیدي وباله.
خو کیسه دلته ختمه نه شوه.
د سمیت پر ضد یوه شاهده، اېډیت سپرینګر، ویلي وو چې سمیت یې له موټر سره لیدلی و. وروسته هغې هڅه وکړه له خپل مخکیني شهادته واوړي.
د سمیت وکیلانو همدې مسئلې ته په کتو د نوې مقدمې غوښتنه وکړه، خو عدالت وویل چې د هغې له شهادته اوښتل د باور وړ نه دي او غوښتنه یې رد کړه.
د یوې عادي فوجداري مقدمې لپاره هم د مهم شاهد د بیان بدلېدل جدي مسئله ده.
خو په دې مقدمه کې یو لا لوي پرمختګ راغی.

ډېوېډ بلومېټي نومي قیدي په ۱۹۵۳م کال کې داسې بیان ورکړ چې د مقدمې ټوله کیسه یې بدلولی شوه. بلومېټي وویل، چې د یاټ کلب په غلا او وژنه کې له جارج لاوډن سره هغه خپله شامل و، نه فرانسس سمیت.
هغه دعوه وکړه چې سمیت ورسره د غلا په لومړني پلان کې و، خو وروسته ترې په شا شو، موټر یې ورته پرېښود او دی له لاوډن سره غلا ته ولاړ.
که جیوري دغه بیان منلی وای، د سمیت پر ضد د وژنې مقدمه به له بیخه بدله شوې وای.
خو اکثریت قاضیانو بلومېټي د باور وړ ونه باله.
محکمې وویل، چې د هغه په بیان کې تضادونه وو؛ په یو ځای کې یې د «فرانکي» نوم اخیستی و چې د فرانسس سمیت نوم ته ورته و، پخوا یې هم د قتل په اړه مختلفې خبرې کړې وې او خپلې مور ته یې لیکلي وو چې دا بیان د سمیت د مرستې لپاره ورکوي.
همدې وجوهاتو عدالت دې نتیجې ته ورساوه چې د بلومېټي اعتراف دومره د باور وړ نه دی چې نوې مقدمه پرې وشي.
د کنېټیکټ د ستر عدالت ټول قاضیان له دې فیصلې سره موافق نه وو. قاضي او سولیوان جلا مخالف نظر ولیکه.
د هغه دلیل ساده، خو دروند و: سمیت د داسې مقدمې له امله د پانسۍ له سزا سره مخ دی چې په بشپړه توګه پر غیرمستقیمو ثبوتونو ولاړه وه، او اوس یو بل کس راغلی چې وایي، په وژنه کې دی شامل و او سمیت هلته نه و.
قاضي وویل، دا باید د نوې جیوري مخې ته وړاندې شوی وای.
هغه په خپل مخالف نظر کې ټینګار وکړ چې د نوي شاهد د باور یا نه باور وروستۍ پرېکړه باید یوازې یو قاضي ونه کړي، بلکې نوې جیوري ته باید دا موقع ورکړل شي چې ټول شواهد واوري.
.jpeg)
د هغه د نظر تر ټولو مهم ټکی دا و چې د انسان ژوند د خطر پر مهال باید د قانون تخنیکي اصول دومره سخت ونه کارول شي چې د ممکنه بې ګناه کس د ژغورنې دروازه وتړل شي.
خو اکثریت ورسره موافق نه شو.
سمیت ته نوې مقدمه ورنه کړل شوه او هغه ته په ۲۵ کلنۍ کي د پانسۍ سزا ورکړل شوې وه.
د راپورونو له مخې، د هغه د پانسۍ نېټه اته ځله وټاکل شوه، خو هر ځل پانسۍ وځنډېده.
په ۱۹۵۴م کال کې یې د پانسۍ سزا په عمري قید بدله شوه.
تصور وکړئ: یو انسان په یوه کوچنۍ کوټه کې ناست وي، پوهېږي چې د مرګ ورځ ورته ټاکل شوې ده، بیا ورځ بدلېږي، بیا ورته بله نېټه ورکول کېږي، او دا لړۍ یو ځل نه، څو ځله تکرارېږي.
سمیت ژوندی پاتې شو، خو له قیده خلاص نه شو.
په ۱۹۶۷م کال کې سمیت له جیله وتښتېد. دولس ورځې وروسته په ماساچوسټس کې بېرته ونیول شو. په ۱۹۷۵م کال کې په مشروط ډول خوشی شو، خو شاوخوا لس میاشتې وروسته د غلا او خطرناکې وسلې د ساتلو له تورونو وروسته بېرته جېل ته ستون شو.
دا برخه د هغه د مقدمې بل اړخ هم ښکاره کوي: سمیت بې عیبه انسان نه و. هغه مخکې هم جرمي ریکارډ درلود، له جیله تښتېدلی و او خپله خوشي کېدل یې هم بېرته له لاسه ورکړي وو.
خو د قانون اساسي پوښتنه دا نه ده چې یو تورن «ښه انسان» و که «بد».
پوښتنه دا ده:
ایا هغه هماغه وژنه کړې وه چې د عمر تقریباً ټوله ازادي ترې واخیستل شوه؟
سمیت تر ۲۰۲۰م کال پورې په جیل کې پاتې شو.
په ۹۵ کلنۍ کې هغه د «۶۰ وېسټ» په نوم د بوډاګانو یو خوندي نرسنګ مرکز ته ولېږدول شو، خو هلته هم تر سرکاري څارنې لاندي و.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، له ۱۹۵۰م کال وروسته د هغه د جیل ژوند یوازې د ۱۲ ورځنۍ تېښتې او په ۱۹۷۵ کال کې د نږدې لسو میاشتو خوشي کېدو له امله مات شوی و.
هغه د ۲۰۲۶م کال د جون پر ۲۵مه په ۱۰۱ کلنۍ کې مړ شو. د کنېټیکټ د اصلاحاتو ادارې د هغه مړینه تایید کړې ده.
او له هغه سره یوه پوښتنه هم قبر ته ولاړه.
د موجودو اسنادو پر بنسټ په پوره یقین سره دا ویل سم نه دي چې فرانسس سمیت بې ګناه و. عدالت هغه په جرم ثابت بللی و او د ده د سزا د ملاتړ لپاره جدي فرضي او غیرمستقیم ثبوتونه موجود وو: هغه موټر چې د جرم وسله او غلا شوي شیان پکې وو، د سمیت له موټر سره اړیکه، د نیول کېدو پر مهال د هغه پټېدل او نورې نښې.

بل خوا، دا هم نه شي رد کېدی چې مقدمه له ژورو شکونو خالي نه وه.
هغه وسله چې هارټ پرې وژل شوی و، «سمیت اینډ وېسن» توپنچه وه؛ په کډیلاک کې موندل شوې وسله بیا «کولټ» وه. عدالت خپله ومنله چې لږ تر لږه دوه کسان په پېښه کې شامل وو.
یو مهم شاهد له خپل بیان واوښت، بل سړي اعتراف وکړ چې دی د قتل پر مهال موجود و او سمیت نه و، د ستر عدالت یو قاضي وویل چې دغه نوي ثبوتونه د نوې مقدمې لپاره کافي وو.
خو نوې جیورۍ ته هېڅکله دا ټول ثبوتونه یو ځای وړاندې نه شول.
له همدې امله تر ټولو کره ژورنالېسټیکه خبره دا نه ده چې «سمیت بې ګناه و» او نه دا چې «مقدمه بې شکه سمه وه».
بلکې دا دی:
فرانسس کلیفورډ سمیت د وژنې په جرم قانوناً په جرم ثابت پاتې شو، خو هغه شکونه چې د ده د سزا پر سر راپورته شوي وو، هېڅکله په نوې مقدمه کې په بشپړه توګه ونه ازمویل شول.
هغه ۲۵ کلن و چې د پانسۍ انتظار یې پېل کړ، ۱۰۱ کلن و چې سترګې یې پټې کړې.
او د دواړو ترمنځ تقریباً یو بشپړ انساني عمر پروت و.
د انصاف دودیزه نښه یوه ښځه ده چې سترګې یې تړلې وي؛ مطلب یې دا دی چې انصاف باید د شتمن، غریب، تور، سپین، زورور او کمزوري ترمنځ فرق ونه کړي.
خو د فرانسس کلیفورډ سمیت کیسه یوه بله پوښتنه راولاړوي:
انصاف باید ړوند وي، خو که داسې شواهد راشي چې پخوانۍ فیصله تر پوښتنې لاندي راولي، ایا بیا هم باید سترګې تړلې وساتي؟


مجید بابر