کوټه : د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو ویلي دي، چې په بلوچستان کې ارزانه، باوري او دوامدار هوايي سفر د سوداګرۍ، پانګونې او د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره یوه مهمه اړتیا ده.
دا خبره ،د سپتمبر په لومړۍ، په کوټه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له چارواکو سره د ساوت اېیر هوايي شرکت د اجراییوي مشرې نشاط فاطمې او د هغې د ډلې د لیدنې پر مهال شوې ده. په غونډه کې په بلوچستان کې د هوايي اړیکو د پراخولو، د نوو الوتنو د پیلولو او د کرایو د کمولو پر امکاناتو خبرې وشوې.
نشاط فاطمې وویل، چې له کوټې څخه ملتان او پېښور ته د الوتنو د پېلولو لپاره پلان جوړونه روانه ده او په راتلونکي کې به د شرکت د الوتنو شبکه د بلوچستان نورو ښارونو ته هم پراخه کړل شي.
د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر محمد ایوب خان مریاني وویل، چې د بلوچستان پر لویو لارو د امنیتي وضعیت له امله هوايي سفر د صوبې د خلکو او سوداګریزې ټولنې لپاره لا مهم شوی دی. هغه وړاندیز وکړ چې ګوادر، تربت، پنجګور، دالبندین، ژوب او تفتان ته هم په مرحلو کې منظمې الوتنې پېل کړل شي.
د خونې مشر مرستیال اختر محمد کاکړ وویل، چې په تېر وخت کې یوشمېر هوايي شرکتونو بلوچستان ته د الوتنو جوازونه اخیستي وو، خو وروسته یې د صوبې لارې پرېښې او یوازې یې د پاکستان د لویو ښارونو پر هغو لارو الوتنې روانې ساتلې چې زیات عاید یې درلود.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې ساوت اېیر به دا پخوانی دود تکرار نه کړي او د بلوچستان خلکو ته به دوامدارې او غوره هوايي اسانتیاوې برابرې کړي. اختر محمد کاکړ وویل، چې د بلوچستان له ښارونو څخه د هوايي سفر اوسني کرایې د عامو خلکو له وسې لوړې دي او له ساوت اېیر څخه یې وغوښتل چې مناسبې او نسبتاً ټیټې کرایې وټاکي.
هغه همدارنګه وړاندیز وکړ چې په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې د بلوچستان زده کوونکو ته ځانګړي تخفیفي ټکټونه هم وړاندې کړل شي.
د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو وویل، چې که په بلوچستان کې ارزانه، باوري او دوامدارې هوايي اړیکې پراخې شي، نو ورسره به سوداګرۍ، پانګونې، سیاحت او د خلکو تګ راتګ ته هم وده ورکړل شي.


نعيم اچکزئي