په بنوں کې د سعودي عرب نه راستون شوي يو ځوان او د هغه مور ،د اپرېل په ۲۹مه، د يوې خبري غونډې پر مهال د خپل هغه ورور نه د مکمل بېلتون اعلان کړی، چې د دوي په وينا په رياست ضد فعاليتونو کې ککړ دی، او هم مهاله يې د يو بل ورور د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
دا خبري غونډه د بنوں پرېس کلب کې شوې، چرته چې د ممه خېل سيمي اوسېدونکي صادق خان د خپلې مور سره يو ځای د قرآن پاک باندې حلف واخستو او ويې ويل چې د دوي کورنۍ د شوکت خان سره هېڅ قسمه تعلق نه لري.
صادق خان وويل چې ده په سعودي عرب کې مزدوري کوله او تېر کال وطن ته راستون شوی وو. د هغه په وينا، د ۲۰۲۵ کال ،د دسمبر په ۱۸مه، پوليسو هغه او د هغه ورور طارق خان نيولي وو.
هغه زياته کړه چې طارق خان يو محنتي سړی دی، چې د چکۍ پسایي کار کوي او د خپلو اوو بچو خرڅ برابروي. د صادق خان په خبره، هغه څو ورځې وړاندې خوشی کړل شو، خو د دې نيولو له امله يې د سعودي عرب ويزه هم ختمه شوه او ورته مالي زيان واوښت.
صادق خان وويل چې د دوي کورنۍ تل قانون منونکې پاتې شوې ده او د رياستي ادارو سره يې مدام مرسته کړې ده.
هغه وويل چې د دوي ورور، شوکت خان، چې پخوا ديني مدرسه کې سبق وایه، وروسته په غلطه لاره تللی او د دوي په وينا رياست ضد هلو ځلو کې شامل شوی دی. د هغه په خبره، کله چې کورنۍ ته دا معلومات وشول نو سمدستي يې ورسره تعلق ختم کړو.
نوموړي په ټينګار سره وويل چې نه د دوي ورسره رابطه شته او نه يې په کومو فعاليتونو کې برخه لري.
هغه زياته کړه: “که چرته دا خبره ثابته شي چې مونږ د هغه سره کومه مرسته کړې ده، نو حکومت دې زمونږ پر ضد د قانون مطابق هر ډول کاروايي وکړي.”
د صادق خان مور هم په دې موقع خپل بيان کې وويل چې دوي د خپل هغه زوې نه بېل دي، چې په رياست ضد فعاليتونو کې ککړ بلل کېږي، او دا چې ټوله کورنۍ ته دې د يو کس د عملونو سزا نه ور نکړی شي.
هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغې بې ګناه زوې طارق خان دې زر تر زره خوشی کړل شي او کورنۍ دې نوره نه ځوروي.

صفدر داوړ