کوټه : د پاکستان پوځ وايي، چې د اګست د ۳۱مې او سپتمبر د لومړۍ نېټې ترمنځ شپه یې د بلوچستان په چاغي او پشین ضلعو کې په دوو جلا کارروایانو کې ۲۱ وسله وال وژلي دي.

 

د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایي ایس پي ار، په بیان کي ویلي دي، چې په چاغي کې ۱۱ او د پشین په زیارت کراس سیمه کې لس وسله وال وژل شوي دي. پوځ دغو وسله والو ته د «فتنه الهندستان» او «فتنه الخوارج» نومونه کارولي دي.

 

د بیان له مخې، د اګست پر ۳۱مه وسله والو د کوټې او تفتان ترمنځ پر این - ۴۰ ملي لویه لاره د چاغي په نوکچا سیمه کې غیرقانوني ناکه جوړه کړې وه. پوځ دعوه کوي چې وسله والو د مسافرو او ګاډو تګ راتګ درولی او د پیسو اخیستو هڅه یې کوله.

 

ایي ایس پي ار وايي، چې امنیتي ځواکونو کارروایي وکړه او تر سختو ډزو وروسته یې ۱۱ وسله وال ووژل. پوځ وايي له ځایه وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

 

په همدې سیمه کې د اګست پر ۳۱مه د ریکوډک د مسو او سرو زرو د پروژې د ګاډو پر کاروان هم برید شوی و. ځايي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې په نوکچا کې د دغه برید وروسته په نښته کې ۱۲ بریدګر وژل شوي وو.

 

ایي ایس پي ار په خپل تازه بیان کې د دویمې پېښې په اړه ویلي دي چې د اګست د ۳۱مې او سپتمبر د لومړۍ نېټې ترمنځ شپه وسله والو د پشین په زیارت کراس کې د کسټمز پر دفتر برید وکړ او ودانۍ ته د ننوتلو هڅه یې وکړه.

 

پوځ وايي، امنیتي ځواکونو په ځوابي کارروایۍ کې لس وسله وال ووژل او د تښتېدونکو وسله والو پر ضد هم کارروایي وشوه. د ایي ایس پي ار په وینا، په ډزو کې د امنیتي ځواکونو د دوو افسرانو او د کسټمز د یو سرکاري اهلکار په ګډون شپږ اهلکار هم وژل شوي دي.

 

پوځ د کسټمز پر دفتر برید د وسله والو او جرمي ډلو ترمنځ د اړیکو نتیجه بللې او ویلي یې دي چې هدف یې د کسټمز چارواکو د کار مخنیوی او په سیمه کې د غیرقانوني فعالیتونو دوام و. ایي ایس پي ار وايي، چې په دواړو سیمو کې سرچ کارروایي روانه ده او امنیتي ځواکونه د پاتې وسله والو د موندلو هڅه کوي.

 

پوځ ویلي دي، چې د «عزم استحکام» تر نوم لاندې به د وسله والو ډلو پر ضد کارروایانې روانې ساتي. د پوځ له خوا د وژل شویو کسانو هویتونه نه دي خپاره شوي او تر اوسه د وسله والو ډلو له خوا د ایي ایس پي ار د دې تازه دعوې په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.