کابل / بشکیک : د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډله د نړۍ د کوچیانو په شپږمو لوبو کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللې ده. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ،د سپتمبر په لومړۍ، ویلي دي، چې په افغان لوبډله کې لس چپ اندازان او یو روزونکی شامل دي او د بزکشۍ فېډرېشن مشر حاجي سرور جلال یې مشري کوي.
د نړۍ د کوچیانو شپږمې لوبې د اګست پر ۳۱مه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې پرانیستل شوې. د لوبو رسمي وېبپاڼې له مخې، سیالۍ به د سپتمبر تر شپږمې دوام وکړي او د لوبو اصلي پروګرامونه به د ایسیک کول په سیمه کې ترسره شي.
تنظیموونکي وايي، چې په دغو لوبو کې د نړۍ له ۱۰۰ څخه د زیاتو هېوادونو لوبغاړي او پلاوي ګډون کوي. په لوبو کې د اسونو دودیزې سیالۍ، غېږ نیونه، د اس پر سر غشي ویشتل او د منځنۍ اسیا نورې دودیزې لوبې شاملې دي.
د نړۍ د کوچیانو لوبې په ۲۰۱۴م کال کې پېل شوې او موخه یې د کوچیانو او دودیزو ولسونو د سپورټ، کلتور او تاریخي میراث نړیواله پېژندنه ده. افغانستان په دغو لوبو کې د بزکشۍ له امله ځانګړی شهرت لري.


شال نیوز