کابل : د افغانستان دوه پهلوانان د شپږمو ورلډ نومېډ ګېمز لپاره قرغزستان ته تللي دي. افغان لوبغاړي به د درانه وزن په سیالیو کي برخه واخلي او له دوی سره یو روزونکی هم قرغزستان ته تللی دی.

 

ټاکل شوې دغه نړیوالې لوبې د سپتمبر له دویمې تر اتمې پورې ترسره شي.

 

تمه ده چې د نړۍ د لسګونو هېوادونو شاوخوا درې زره لوبغاړي په بېلابېلو دودیزو لوبو کي برخه واخلي.

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کي د دغو لوبو په پخواني پړاو کي د پهلوانۍ دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي وو.