پېښور کې د ليډي ريډنګ روغتون چارواکو د مشرانو وګړو لپاره ځانګړی روغتیايي کاونټر فعال کړی دی. د ۶۵ کلونو او تر دې پورته عمر لرونکي ناروغان کولای شي د «بزرګ شهري» په نوم له دغه کاونټر څخه ځانګړې پرچه ترلاسه کړي او له اوږده انتظار پرته ډاکټرانو ته مراجعه وکړي. د روغتون د چارواکو په وینا، دغه کاونټر هره ورځ شاوخوا ۶۰ مشرانو ناروغانو ته د درملنې اسانتیا برابروي. ناروغان د دې ګام هرکلی کوي، خو وايي چې روغتون ته له لرې پرتو سیمو د راتلونکو ناروغانو لپاره د بسترونو کمښت هم یوه جدي ستونزه ده. ويډيو: سجاول ارباب