پاړاچنار کې د دیني عالم علامه شیخ محمد نواز عرفاني دولسم تلین د هغه پر مزار د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو. په دې مراسمو کې د سیمې ګڼ شمېر دیني عالمانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو ګډون کړی و. ویناوالو د نوموړي پر دیني، علمي او ټولنیزو خدمتونو خبرې وکړې او د هغه د ورورولۍ او یووالي پیغام یې د ټولنې لپاره مهم وباله. د مراسمو پر مهال د امنیت لپاره هم ځانګړي تدابیر نیول شوي وو. د مصطفي خان ویډیويي راپور


مصطفی خان