بشکیک : په قرغزستان کې د ورلډ نومیډ ګیمز سیالۍ پېل شوې دي او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د دغو لوبو په افتتاحي غونډه کې ګډون کړی دی. د ،د اګست په ۳۱مه، د افتتاحي مراسمو پر مهال د ګډون کوونکو هېوادونو دستو پریډ وکړ. کله چې د پاکستان دستې د سټېډیم له مخې تېرېده، شهباز شریف لاس ورته وخوځاوه او هرکلی یې وکړ.
ورلډ نومیډ ګیمز د دودیزو او تاریخي لوبو نړیواله سیالي ده، چې پکې د اسونو ځغلول، پر اس غشي ویشتل، غېږ نیونه او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورې دودیزې لوبې شاملې دي. په دې سیالیو کې د ګڼو هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي.

شهباز شریف د قرغزستان په رسمي سفر بشکیک ته تللی دی. د سفر پر مهال نوموړی د سیمه ییزو او نړیوالو غونډو ترڅنګ له بېلابېلو مشرانو سره کتنې هم لري.
د پاکستان حکومت ویلي دي، چې د ورلډ نومیډ ګیمز په افتتاحي غونډه کې د وزیراعظم ګډون د پاکستان او قرغزستان ترمنځ د کلتوري او ولسي اړیکو د پراختیا یوه برخه ده.

د ورلډ نومیډ ګیمز سیالۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي او د ګډون کوونکو هېوادونو لوبغاړي به په بېلابېلو دودیزو لوبو کې یو له بل سره سیالي کوي.


شال نیوز