پوليسو ويلي دي چې د بيټني سب ډويژن په شادي خېل سيمه کې ،د اپرېل په ۲۹مه، د پوليسو تاڼې او د امنيتي ځواکونو پر کېمپ د نامعلومو وسلوالو له لوري د شپې ناوخته بريد شوی، چې له امله يې دوه امنيتي سرتیري وژل شوي دي.
د پوليسو د وياند په وينا، بريد کوونکو درنې وسلې کارولې او د امنيتي ځواکونو له لوري هم ځوابي ډزې شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ نښته شاوخوا دوه ساعته روانه وه.
چارواکي تاييدوي چې په پېښه کې د پوليسو اهلکار عرفان الله او د امنيتي ځواکونو غړی وسيم وژل شوي دي.
پوليس زياتوي چې د ډزو له امله ملکي وګړو ته هم زيان اوښتی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره شمېر نه دی ورکړی. د پېښې له ځايه شواهد راټوليږي او پلټنې پېل شوې دي.
بل لور ته، د سيمي اوسېدونکي وايي چې په وروستيو ورځو کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.
د ځايي امنيتي سرچينو له مخې، دوه ورځې وړاندې د عبدالخېل کلي يو اوسېدونکی او د نشه يي توکو پر ضد ادارې (اينټي نارکوټکس) اهلکار فريدالله تر تښتولو وروسته وژل شوی و.
سرچينې دا هم وايي چې په بله ورځ د همدې کلي يو بل کس، چې د جيل پوليسو اهلکار و، د احمدخېل له اډې تښتول شوی او وروسته وژل شوی دی. د کرک جيل سره تړلی دغه اهلکار صديق الله بلل شوی، چې مړی يې د احمدخېل سره نږدې موندل شوی و.
همداراز، تېره اوونۍ د بيګو خېل کلي دوه ځوانان، صفي الله او افنان، د لنگرخېل هاتهي خان سره نږدې په ډزو وژل شوي وو. د ځايي خلکو په وينا، بريد کوونکو له هغوي نه وسله او موټرسايکل هم وړي دي.
تر دې دمه کومې ډلې د دغو پېښو مسووليت نه دی منلی.

غلام اکبر مروت