د بونېر د بایي کلي ځوانانو د پښتو ژبې د ودې او ځوان کهول له خپلې مورنۍ ژبې سره د لا نږدې کولو لپاره ځانګړی نوښت کړی دی. دوی د کلي په بازارونو کې د دکانونو نومونه په پښتو ژبه لیکلي دي. ټولنیز فعال اقرار بونېری وايي، پښتو د ښکلو او لرغونو تورو او نومونو خزانه ده چې ځینې یې د وخت په تېرېدو له ځوان نسل څخه هېرېږي. د بایي کلي اوسېدونکی زاهد علي وايي، د دکانونو نومونه په پښتو لیکل یوازې د کاروبار لپاره نه، بلکې د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت یوه هڅه هم ده. د ژبې پوهان بیا وايي، دا ډول شخصي او ټولنیز ګامونه ارزښت لري، خو د پښتو د پیاوړتیا لپاره باید دا ژبه د زده کړو، ادارو، کار او رسمي چارو په برخو کې هم پراخه وکارول شي.


عصمت علي اخون