اورکزو کې د امنیت وضعیت له ښه کېدو وروسته د لوبو او سپورټي فعالیتونو لړۍ یو ځل بیا پیل شوې ده. د کوزې اورکزو په اتمان خېل سیمه کې د اتمان خېل سپر لیګ دویم سیزن پایلوبه ترسره شوه، چې پکې یو کی فائټر لوبډلې د غوره لوبې په کولو سره یو کی اباخېل ته ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه. د پایلوبې نندارې ته د سیمې ګڼ شمېر د کرکټ مینه وال هم راټول شوي وو.