د باجوړ په خار کې د ګورنمنټ ډګري کالج زده کوونکو د تحصیل سالارزو لپاره د کالج بس د برابرولو غوښتنې په ملاتړ احتجاج کړی او د باجوړ ـ پېښور مرکزي لویه لاره یې د ټرافیک پر مخ تړلې ده.
احتجاج د ګورنمنټ ډګري کالج خار مخې ته شوی او مشري یې د انصاف سټوډنټس فیډریشن، ای اېس اېف، صدر سلمان کوله.
احتجاج کوونکو زده کوونکو ویلي، له سالارزو څخه ګورنمنټ ډګري کالج خار ته هره ورځ تلونکي زده کوونکي د تګ راتګ له سختو ستونزو سره مخ دي او د مناسب ټرانسپورټ د نشتوالي له امله کالج ته رسېدل ورته ګران شوي دي.
دوی له حکومت او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د سالارزو زده کوونکو لپاره دې ژر تر ژره د کالج بس انتظام وشي، څو د لیرې پرتو سیمو زده کوونکي په اسانه خپل کالج ته تګ راتګ وکړای شي.
د احتجاج له امله د باجوړ ـ پېښور لویه لاره د هر ډول ټرافیک لپاره وتړل شوه، چې له کبله یې د سړک دواړو غاړو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شول او مسافر له ستونزو سره مخ شول.
زده کوونکو ویلي، تر هغه چې د دوی د ټرانسپورټ ستونزې ته جدي پام ونه شي، له اړوندو چارواکو به د خپل حق غوښتنې ته دوام ورکړي.


شال نیوز