د هند وزیراعظم نرېندرا مودي د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۶مه سرمشریزه کي ویلي، په افغانستان کي سوله او ثبات د یوې سوله‌ییزې او خوندي یورېشیا له هدف سره نېغ تړاو لري او هند به له افغان ولس سره خپلې بشري او پرمختیايي مرستې روانې ساتي.

 

مودي د سې شنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کي غونډې ته وویل، د سیمې امنیت د افغانستان له حالاتو جلا نه‌شي کتل کېدای. هغه وویل، هند په تېرو کلونو کي په افغانستان کي په پرمختیايي پروژو او بشري مرستو کي ونډه اخیستې او دا همکاري به دوام وکړي.

 

د هند وزیراعظم د خپلې وینا یوه مهمه برخه د وسله والو ډلو، د هغوی د مالي سرچینو او خوندي پټنځایونو موضوع ته ځانګړې کړه. هغه وویل، د ترهګرۍ پرضد مبارزه باید یوازې د بریدونو تر پېښېدو وروسته غبرګون نه وي، بلکې د پیسو برابرولو، د کسانو د جلب، سختدریځۍ او خوندي پټنځایونو ټولې شبکې باید هدف وګرځول شي.

 

مودي وویل، په دې برخه کي باید دوه ګوني معیارونه ونه منل شي او د سیمې هېوادونه باید د وسله والو ډلو، د هغوی د مالي ملاتړ او پټنځایونو پرضد ګډه تګلاره خپله کړي.

 

هغه د نشه‌يي توکو قاچاق هم د ځوان نسل او سیمه‌ییز امنیت لپاره جدي ګواښ وباله او د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو یې وغوښتل چې د منظم جرم، مخدره موادو او امنیتي ګواښونو پرضد عملي همکاري زیاته کړي.

 

مودي د روانو نړیوالو جګړو او شخړو په اړه وویل، پوځي لارې تلپاتې حل نه‌شي راوستلی او اختلافات باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

 

د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۶مه سرمشریزه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کي جوړه شوې ده. قرغزستان د سازمان دوره‌ییزه مشري پر غاړه لري او د غړو او شریکو هېوادونو مشران پکي ګډون کوي.

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم غونډې ته ویلي، د شانګهای د همکارۍ سازمان په تېرو ۲۵ کلونو کي له یوه سیمه‌ییز چوکاټ څخه په نړیوالو چارو کي په یوه اغېزناک مرکز بدل شوی دی.

 

پوتین ویلي، د سازمان غړي هېوادونه د نړۍ د نفوس یوه لویه برخه جوړوي او د دوی ترمنځ په سوداګرۍ کي د ملي اسعارو استعمال هم زیات شوی دی.

د غونډې په پای کي د امنیت، نشه‌يي توکو پرضد مبارزې، ټرانسپورټ، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او اقتصادي همکارۍ په برخو کي یوشمېر اسناد هم منظور شوي دي.

 

افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان بشپړ غړی نه دی، خو د دغه هېواد امنیتي وضعیت، د وسله والو ډلو فعالیت، د نشه‌يي توکو قاچاق او سیمه‌ییز ثبات د سازمان د غړو هېوادونو په بحثونو کي مهم ځای لري.

 

د مودي تازه څرګندونې ښيي چې هند افغانستان یوازې د دوه اړخیزو اړیکو له زاویې نه، بلکې د منځنۍ او جنوبي اسیا د پراخ سیمه‌ییز امنیت د یوې مهمې برخې په توګه هم ګوري.