د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت په ارګو او کیشم ولسوالیو کې ۲۰۰ بزګرانو او اړمنو کورنیو ته د کرنیز اوزارو وېش ترسره شو، چې موخه یې د خلکو د معیشت ښه کول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د هغوي د مقاومت پیاوړتیا ده.
دا مرستې د چاپېریال ساتنې، روزنې او پراختیا مؤسسې (اي پي ټي ډي او) له لوري د یوه حمایوي او روزنیز پروګرام په چوکاټ کې برابرې شوې دي. د پروګرام مسوولین وایي، دا نوښت د چاپېریال ساتنې، دوامدارې کرنې او د ځنګلونو د خوندیتوب په برخو کې د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره پلي کېږي.
د وېشل شویو اوزارو په ترکیب کې بېل، کلنګ، دواپاش پمپ، دستکشې، قیچي او سبد شامل دي، چې د بزګرانو د ورځنیو کرنیزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره برابر شوي دي. د پروګرام مسوولینو په وینا، دا وسایل کولی شي د حاصلاتو کیفیت لوړ کړي او د کرنې بهیر اغېزمن کړي.
بدخشان، چې د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې له سختو اقلیمي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی، اوسېدونکي یې تر ډېره پر کرنه او طبیعي سرچینو متکي دي. کارپوهان باور لري چې دا ډول مرستې کولی شي د کلیوالو کورنیو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي.
‘اي پي ټي ډي او’ وایي، دا مهال په بدخشان کې څلور بېلابېلې پروژې پلی کوي، چې درې یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام ‘یو این ډي پي’ له خوا تمویلېږي او یوه بله یې د یوې نړیوالې موسسې له لوري ملاتړ کېږي. یادې پروژې تر ډېره د اقلیمي بدلون، چاپېریال ساتنې او دوامدارې پراختیا پر موضوعاتو راڅرخي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون اغېزو په افغانستان، په ځانګړې توګه په غرنیو سیمو کې، د کرنې پر سکتور ژور اغېز کړی، چې له امله یې د ورته پروګرامونو اړتیا لا ډېره شوې ده.

بریال منګل