راولپنډۍ : د پنجاب په راولپنډۍ ضلعې او اسلام اباد کې ،د سپتمبر په لومړۍ، سهار سخت باران د ناله لۍ د اوبو کچه خطرناکې کچې ته رسولې او انتظامیې د کټاریاں، ګوالمنډۍ او نورو ټیټو سیمو څخه د خلکو ایستل پېل کړي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د سهار تر ۸:۲۰ بجو پورې په شمس اباد کې ۲۰۱ ملي متره، نوې کټاریاں کې ۱۸۶ ملي متره، اسلام اباد H-8 کې ۱۵۵ ملي متره او ګولړه کې ۱۵۷ ملي متره باران ثبت کړی دی.
په ناله لۍ کې د اوبو کچه په کټاریاں کې ۲۹ فوټه او په ګوالمنډۍ کې ۲۳.۵ فوټه ته رسېدلې ده. چارواکي وايي، د ناله لۍ په ټیټو سیمو کې د خلکو د ایستلو ټیمونه استول شوي دي.
د راولپنډۍ ډپټي کمېشنر ندیم ناصر ویلي دي، چې د سخت باران تر ټولو زیات فشار پر ناله لۍ دی او د ورسره تړلو خوړونو او ویالو اوبه هم ځینو استوګنیزو سیمو ته ننوتې دي.
رېسکیو ۱۱۲۲، واسا، ضلعي انتظامیه، رېنجرز او نورې بیړنۍ ادارې په سیمه کې ځای پر ځای شوې دي. د پاکستان پوځ ۱۱۱ بریګېډ هم له ضلعي انتظامیې سره په تماس کې دی او د اړتیا په صورت کې به مرسته کوي.
په مري روډ، کمېټي چوک، لیاقت باغ، صادق اباد، پیر ودهايي، فوجي کالونۍ، اریه محله او یو شمېر نورو ټیټو سیمو کې سړکونه او کوڅې تر اوبو لاندې شوي او په ځینو ځایونو کې اوبه کورونو او دوکانونو ته هم ننوتې دي.
د سخت باران او سېلابي خطر له امله په راولپنډۍ ښار کې سرکاري او شخصي ښوونځي، کالجونه او نورې تعلیمي ادارې د سپتمبر پر لومړۍ نېټه تړل شوې دي.
واسـا په ناله لۍ او ورسره تړلو سیمو کې د باران بېړنی حالت اعلان کړی، درنه مشینري او د اوبو ایستلو پمپونه یې ځای پر ځای کړي او خلکو ته یې ویلي دي چې له ناله لۍ، خوړونو او ټیټو سیمو څخه لرې پاتې شي او له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
باران د پاکستان پر وخت د سهار شاوخوا ۳:۲۰ بجې پېل شوی و او تر سهار اته بجو پورې یې شدت دوام درلود. چارواکي وايي، چې په راولپنډۍ کې دا په تېرو شاوخوا درېو کلونو کې له تر ټولو سختو بارانونو څخه دی.


شال نیوز