په ټولنیزو رسنیو کې یوه ادعا خپره شوې ده چې ګنې د امریکا د استخباراتي ادارې، سي ایي اې، پخواني لوړپوړي افسر ،میلتون بیردن ویلي: «برهانالدین رباني ډالر اخیستل، خو د احمدشاه مسعود برخه یې نه ورکوله.»
د شال نیوز د موجودو تاریخي اسنادو او د بیردن د ۲۰۲۶م کال د تازه مرکې ارزونه ښيي چې د دې جملې عمومي مفهوم له تاریخي اسنادو سره نږدې دی، خو د هغې اوسنی انتساب دقیق نه ښکاري. په باوري خپرو شویو سرچینو کې دا مشخصه خبره د بیردن د مستقیم نقل په توګه نه، بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارې، ایي اېس ایي، د افغان څانګې د پخواني افسر محمد یوسف له قوله ثبت شوې ده.
.jpeg)
د امریکا خبریال او لیکوال ،سټیو کول، په خپل مشهور کتاب «ګوسټ وارز» کې لیکي چې د شوروي ضد جګړې پر مهال برهان الدین رباني په پېښور کې د جمعیت اسلامي د مشر په توګه د ایي اېس ایي له رسمي اکمالاتي نظام څخه پراخې وسلې او نورې مرستې ترلاسه کولې، خو احمدشاه مسعود ته یې د دغو مرستو نسبتاً لږه برخه استوله.
په کتاب کې د ایي اېس ایي د پخواني افسر محمد یوسف له قوله د دې علت سیاسي سیالي بلل شوې ده. د هغه په روایت، رباني نه غوښتل داسې یو پوځي قوماندان دومره قوي شي چې وروسته یې سیاسي واک تر سیوري لاندي راولي.
.jpeg)
دا موضوع ځکه مهمه وه چې احمدشاه مسعود، که څه هم د رباني د جمعیت اسلامي له مهمو قوماندانانو څخه و، په پنجشېر او شمال کې یې خپل جلا پوځي ځواک، سیمه ییزه اداره او نفوذ درلود. د ۱۹۸۰مو کلونو په منځ او وروستیو کې د مسعود نوم د شوروي ځواکونو پر ضد د جګړې له تر ټولو مشهورو قوماندانانو سره یو ځای یادېده، خو د پاکستان د رسمي اکمالاتي لړۍ له لارې ورته د وسلو رسېدل محدود وو.
سټیو کول لیکي چې د پاکستان استخباراتي ادارې پر مسعود بشپړ باور نه درلود. د دې بې باورۍ یو علت د ۱۹۸۳م کال هغه اوربندونه وو چې مسعود له شوروي ځواکونو سره کړي وو. د ایي اېس ایي ځینو چارواکو دغه معاملې په شک کتلې او په عین وخت کې یې له ګلبدین حکمتیار سره ډېر نږدې روابط درلودل.
خو د امریکا دریځ تر دې پېچلی و.

د موجودو اسنادو له مخې، سي ایي اې د ۱۹۸۴م کال له وروستیو څخه د پاکستان له استخباراتي ادارې پټه له احمدشاه مسعود سره مستقیم تماس او مرسته پېل کړه. په پېل کې دا مرسته محدوده وه، خو وروسته نغدې پیسې، مخابراتي وسایل او نور ملاتړ هم ورسره زیات شو.
د «ګوسټ وارز» د معلوماتو له مخې، د ۱۹۸۹م کال په لومړیو کې سي ایي اې شاوخوا څلوېښت افغان قوماندانان په مستقیم ډول په خپل معاشي نظام کې ساتل. ځینو قوماندانانو هره میاشت پنځه زره او ځینو تر پنځوس زره ډالرو پورې اخیستل. احمدشاه مسعود ته بیا په پټه تر ۲۰۰ زره ډالرو پورې میاشتنی نغدي ملاتړ ورکول کېده.
.jpeg)
د کتاب په وینا، د مسعود د میاشتني ملاتړ د زیاتېدو یو علت دا و چې امریکايي چارواکي پوهېدل پاکستاني استخبارات د رسمي اکمالاتو په وېش کې هغه ته کمه برخه ورکوي. سي ایي اې هڅه کوله دغه مستقیمې پیسې له ایي اېس ایي څخه پټې وساتي.
تر دې وروسته په ۱۹۹۰م کال کې د سي ایي اې افسر ،ګېري شرون، د مسعود له یو ورور سره په پېښور کې ولیدل او د مسعود لپاره یې ۵۰۰ زره ډالر نغدې ورکړې. دا پیسې د سالنګ لویې لارې پر ضد د یو پلان شوي عملیات لپاره وې. د سي ایي اې افسرانو وروسته شک وکړ چې عملیات د موافقې مطابق نه وو شوي او مسعود ته یې ورکړل شوی میاشتنی ملاتړ له ۲۰۰ زرو څخه ۵۰ زره ډالرو ته راکم کړ.
.jpeg)
کلونه وروسته، کله چې شرون له مسعود سره بیا د همدې ۵۰۰ زره ډالرو خبره وکړه، د سټیو کول د روایت له مخې مسعود حیران شو او د هغه له ملګرو څخه یو وویل چې دوي دومره پیسې نه وې ترلاسه کړې. دا پېښه پخپله ښيي چې د جګړې پر مهال د امریکا د نغدو مرستو د ورکړې، منځګړیتوب او واقعي رسېدو لړۍ تل روښانه نه وه.
میلتون بیردن، چې له ۱۹۸۶م تر ۱۹۸۹م کال پورې په اسلام اباد کې د سي ایي اې د مرکز مشر و او د شوروي ضد پټو عملیاتو مهم امریکايي چارواکی ګڼل کېږي، په ۲۰۲۶م کال کې له «افغانستان ود روح یاقوبي» پوډکاسټ سره په درې برخیزه مرکه کې بیا پر همدې پړاو خبرې کړې دي.

د مرکې په دویمه برخه کې، چې د اپرېل پر ۲۶مه خپره شوې، بیردن وايي چې سي ایي اې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته له مسعود سره خپله تګلاره بدله کړه او د وسلو پر ځای یې نغدي پیسو ته ډېر اهمیت ورکړ؛ ځکه افغانستان تر ډېره د وسلو په یو پراخ بازار بدل شوی و.
بیردن په دې مرکه کې مسعود یوازې د جګړې قوماندان نه ګڼي. د هغه په ارزونه، مسعود د ۱۹۸۰مو کلونو تر پایه له پوځي جګړې هاخوا د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي سیاسي واک لپاره هم ځان چمتو کاوه.
دا ارزونه له هغو پخوانیو امریکايي اسنادو سره هم سمون لري چې وايي په اسلام اباد کې د سي ایي اې ځینو افسرانو د مسعود په اړه دوه ګونی نظر درلود: د هغه پوځي وړتیا یې منله، خو شک یې کاوه چې نوموړی ځینې وسلې او امکانات د جګړې پر ځای د راتلونکي سیاسي ځواک لپاره ساتي.
نو ایا رباني د مسعود «ډالر خوړل»؟

موجود اسناد دومره ساده او مستقیمه نتیجه نه تاییدوي.
تاریخي شواهد دا تاییدوي چې رباني د ایي اېس ایي له رسمي اکمالاتي نظام څخه پراخه مرسته ترلاسه کوله او مسعود ته یې د هغې نسبتاً لږه برخه استوله. خو دا ویل چې مشخص ډالر د مسعود په نوم رباني ته سپارل کېدل او هغه یې شخصاً نه ورکول، د موجودو سرچینو له مخې ثابت شوی حقیقت نه دی.
برعکس، اسناد ښيي چې د امریکا د مرستو لږ تر لږه درې جلا لارې موجودې وې: یوه د سي ایي اې او سعودي عربستان پراخ مالي پروګرام و چې تر ډېره د پاکستان د ایي اېس ایي له لارې افغان تنظیمونو ته رسېده؛ بله د تنظیمونو له مشرانو څخه تر ساحوي قوماندانانو پورې د وسلو او مرستو داخلي وېش و؛ او درېیمه هغه پټه مستقیمه رابطه وه چې سي ایي اې له ۱۹۸۴م کال وروسته له مسعود او یو شمېر نورو قوماندانانو سره جوړه کړه.
.jpeg)
همدا درې بېلابېلې لارې د دې سبب کېږي چې د «رباني ډالر اخیستل او مسعود ته یې نه ورکول» په څېر یوه لنډه جمله د یو ډېر پېچلي تاریخي واقعیت بشپړ انځور وړاندې نه کړي.
د شال نیوز د ارزونې پایله
د ټولنیزو رسنیو د دعوې بنسټ په بشپړه توګه بې اساسه نه دی: معتبر تاریخي اسناد وايي چې رباني ته د پاکستان د رسمي اکمالاتي لارې پراخه مرسته رسېده، خو مسعود ته یې د هغې لږه برخه ورکوله.
خو دا ځانګړې جمله د میلتون بیردن د مستقیم نقل په توګه تر اوسه په هغه باوري موادو کې نه ده موندل شوې چې شال نیوز ارزولي دي. تر ټولو روښانه مستند روایت یې د سټیو کول په «ګوسټ وارز» کې د ایي اېس ایي د پخواني افسر محمد یوسف له قوله ثبت دی.
بل لور ته، د اسنادو له مخې سي ایي اې لږ تر لږه له ۱۹۸۴م کال څخه مسعود ته مستقیمې پټې مرستې ورکولې او تر ۱۹۸۹م کال پورې یې دغه مرسته په ځینو پړاوونو کې میاشتني ۲۰۰ زره ډالرو ته رسولې وه.
له همدې امله د موضوع کره تاریخي تعبیر دا دی: رباني ته د رسمي اکمالاتي شبکې له لارې پراخې مرستې رسېدې او مسعود ته یې نسبتاً لږه برخه استوله؛ خو مسعود په عین وخت کې له سي ایي اې څخه خپله جلا، پټه او مستقیمه مالي رابطه هم درلوده.


شال نیوز