کابل : افغان سیاستوال، خبریال، لیکوال او د افغان ملت ګوند پخوانی مشر ،ډاکټر محمد امین واکمن، وفات شوی دی. د نوموړي د وفات خبر د یکشنبې په ورځ، د اګست پر ۳۰مه خپور شوی دی. تر اوسه د هغه د مړینې د لامل، ځای او د جنازې د مراسمو په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي.
محمد امین واکمن د ۱۹۳۹م کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د میدان وردګو په ولایت کې زېږېدلی و. هغه د افغانستان د معاصر سیاسي، رسنیز او فکري بهیر له پخوانیو څېرو څخه شمېرل کېده.
د موجودو ژوندلیکونو له مخې، واکمن په ۱۹۶۴م کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی و او وروسته یې د هند په جواهر لعل نهرو پوهنتون کې د سیاسي علومو، ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخو کي لوړې زده کړې کړې وې.
هغه له زده کړو وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره کار کړی و او په ۱۹۶۵م کال کې یې د افغانستان په پوځ کې د احتیاطي افسر په توګه دنده ترسره کړې وه. تر دې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پروتوکول مشر وټاکل شو.
واکمن د دولتي دندو تر څنګ له رسنیو سره هم اوږده مخینه لرله. هغه په ترکیه کې د انقرې راډیو د پښتو خپرونې ویاند پاتې شوی و. افغانستان ته تر ستنېدو وروسته په جوزجان کې د اطلاعاتو او کلتور رییس او د «دېوه» ورځپاڼې مسوول مدیر وټاکل شو. وروسته یې د ال انډیا راډیو له پښتو خپرونې سره هم د ویاند په توګه کار وکړ.
موجودې سرچینې د انقرې راډیو، ال انډیا راډیو او د هغه د دغو دولتي دندو د پېل او پای دقیق کلونه نه ښيي، خو وايي چې له افغان حکومت سره یې دولتي دنده د ۱۹۷۸م کال په اپرېل کې، د ثور له کودتا وروسته، پای ته ورسېده.
واکمن وروسته په واشنګټن کې د امریکا غږ له پښتو څانګې سره د لیکوال او ویاند په توګه هم کار کړی و. په یو موجود ژوندلیک کې د دې دندې ترڅنګ د ۱۹۹۷م کال یادونه شوې، خو دا نه ده روښانه شوې چې دغه کال د نوموړي د کار د پېل نېټه وه که د هغه د فعالیت د یوې دورې یادونه.
هغه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې د استاد په توګه هم تدریس کړی و.
محمد امین واکمن په ۱۹۶۶م کال کې د افغان ملت ګوند له جوړېدو سره یوځای شوی و. نوموړی وروسته په پېښور کې د ګوند عمومي منشي وټاکل شو او په ۱۹۸۷م کال کې یې د افغان ملت د یوې څانګې مشري پر غاړه واخیسته. هغه په ۱۹۸۹م کال کې بیا د همدې څانګې مشر وټاکل شو او وروسته د ګوند افتخاري مشر او د نړیوالو اړیکو مسوول هم پاتې شوی و.
واکمن د سیاست او خبریالۍ تر څنګ د لیکوال او څېړونکي په توګه هم پېژندل کېده. د هغه په اړه خپاره شوي ژوندلیکونه وايي چې نوموړي په پښتو، دري او انګلیسي ژبو سلګونه مقالې او یو شمېر کتابونه لیکلي وو. د هغه لیکنې تر ډېره د افغانستان پر سیاست، ملي مسایلو، ټولنیزې ډیموکراسۍ او نړیوالو اړیکو راڅرخېدې.


شال نیوز