د امريکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنګ ختمولو لپاره د ايران تازه وړاندیز رد کړی دی او ویلي یې دي چې تر هغې به سمندري بندیزونه نه لیرې کوي تر څو چې تهران یوې نوې ایټمي لوظنامې ته غاړه نه وي اېښې.

 

ولسمشر ټرمپ د یوې مرکې په وخت وویل چې دا سمندري بندیزونه د بمبارۍ نه هم زیات ګټور ثابت شوي دي او که ايران خپله رويه بدله نه کړه نو حالات به ورته نور هم خراب شي.

 

د ايران دغه وړاندیز چې د پاکستان په منځګړتوب امريکي ته رسول شوی و په هغې کې د هرمز تنګي او ایټمي پروګرام په اړه ځیني شرطونه اېښودل شوي وو خو سپیني ماڼۍ دا نه ده منلې. بلخوا ولسمشر دا هم ویلي دي چې هغه د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم په دې اړه خبرې کړي دي خو د ټرمپ په وینا هغه پوتین ته ویلي چې د ايران د ایټمي موادو په ځای دې د اوکراین جنګ ختمولو کې مرسته وکړي ځکه چې دا د هغه لپاره زیات ارزښت لري.

 

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي په نړیوال مارکيټ کې د تېلو بیې یو ځل بیا بره تللي دي او د خامو تېلو بیه یو سل او اوولس ډالرو ته رسېدلې ده. بل لور ته په ايران کې د ډالر په مقابله کې د هغوي خپله روپۍ ډېره زیاته غورځېدلې ده چې له امله یې د هغه هېواد اقتصاد د سختو مشکلاتو سره مخ دی خو د ايران د تېلو وزیر دعوه کړې ده چې د امريکايي بندیزونو باوجود هم د هغوي د تېلو نظام په سمه توګه روان دی.

 

د ايران د پارلېمان سپیکر باقر قالیباف په خپل اولس غږ کړی دی چې په داسې وخت کې یووالي ته ضرورت دی ځکه چې د هغه په وینا دښمن غواړي د سمندري بندیزونو او د میډیا په مټ په ايران کې دننه نفاق پېدا کړي. د ايران د پوځ ویاند هم ویلي دي چې هغوي دا جنګ ختم نه ګڼي او په امريکه هیڅ باور نه لري او دا خبرداری یې هم ورکړی دی چې د ضرورت په وخت به داسې ځواب ورکوي چې دښمن به یې تمه هم نه وي کړې.

 

په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ د ايران د پوځي ماتې خبرې کوي، د امريکي دفاعي چارواکو ویلي دي چې د هغوي یو لوي بحري جنګي جهاز یو ایس ایس جیرالډ فورډ، به ډېر زر د منځني ختیځ نه بېرته امريکي ته روان شي.

 

دغه جهاز له تېرو لسو میاشتو راهیسي په سيمه کې موجود و او د دې په تلو سره به په سيمه کې د امريکي په پوځي طاقت کې یو څه کمی راشي خو دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې د ایران او امريکې ترمنځ د سولې خبرې د سختو ننګونو سره مخ دي.