کابل : د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې په افغانستان کې اووه میلیونه او ۶۲۰ زره او ۶۴۰ زده‌ کوونکي په دولتي او شخصي ښوونځیو کې په زده‌ کړو بوخت دي، په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌ کړو بندیز لا هم پر ځای دی.

 

دا شمېرې د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد ،د اګست په ۳۱مه، د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام پر مهال د پوهنې وزارت د تېر یو کال د کړنو په راپور کې وړاندې کړې دي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې په دولتي او شخصي ښوونځیو کې ۱۱ میلیونه او ۲۷۳ زره او ۷۸۵ زده‌ کوونکي ثبت دي، خو له دې ډلې شاوخوا ۷.۶ میلیونه زده‌ کوونکي عملاً په زده‌ کړو بوخت دي.

 

وزارت وايي، په تېر کال کې د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۹۷۰ نورو ښوونځیو او مدرسو ودانۍ ترمیم او بیا رغول شوې دي.

 

د رسمي راپور له مخې، په دیني مدرسو کې دوه میلیونه او ۴۴۴ زره او ۷۵۲ زده‌ کوونکي په زده‌ کړو بوخت دي. د سواد زده‌ کړې په ۴۹۷۳ مرکزونو کې بیا ۹۳ زره او ۵۰۹ کسانو ته زده‌ کړې ورکړل شوې دي.

 

پوهنې وزارت همداراز ویلي دي، چې ۸۲ زره او ۸۳۲ هغه افغانان چې له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي، په ښوونیزو مرکزونو کې شامل شوي دي.

 

د وزارت په وینا، په همدې موده کې ۱۰ زره او ۶۰۲ کسان په بېلابېلو بستونو کې ګومارل شوي دي چې په دوي کې ۵۴۸۱ ښوونکي، ۲۰۱۰ د دیني مدرسو ښوونکي، ۲۰۱۷م اداري کارکوونکي او ۱۰۹۴ کسان د ښوونکو د روزنې او علمي برخو لپاره شامل دي.

 

راډيو بیګم ؛ افغان نجونو د راډیو، انلاین زده کړو او پټو ټولګیو له لارې تعلیم ته دوام ورکړي
راډيو بیګم ؛ افغان نجونو د راډیو، انلاین زده کړو او پټو ټولګیو له لارې تعلیم ته دوام ورکړي
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغانستان د سقوط پنځم کال د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې تېر شو
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغانستان د سقوط پنځم کال د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې تېر شو
افغانستان : بلخ او هرات کې له ۱۳۰ ډېر هزاره او شیعه زده‌ کوونکي د لیلیو له ځایونو د محرومېدو دعوه کوي
افغانستان : بلخ او هرات کې له ۱۳۰ ډېر هزاره او شیعه زده‌ کوونکي د لیلیو له ځایونو د محرومېدو دعوه کوي

 

راپور وايي، چې په تېر کال کې ۲۸۳ زره او ۶۶۵ شهادت‌ نامې ورکړل شوې او ۴۸ زره او ۳۲۳ نورې شهادت‌ نامې د مهر او تایید لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوې دي.

 

د پوهنې وزارت په کلني راپور کې د نجونو د ثانوي زده‌ کړو د بیا پېل لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې. ذبیح‌ الله مجاهد د دې موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي شوي دي چې په دې برخه کې «تش ځای» شته او حکومت پرې کار کوي، خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

 

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ساتلي دي. د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیز د طالبانو د حکومت پر وړاندې د نړیوالو نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دی.