کابل / پاریس : د فرانسې لوموند ورځپاڼې ،د اګست په ۱۸مه، په یو تازه راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم له پراخو محدودیتونو سره سره، زرګونه افغانې ښځې د راډیو، انلاین کورسونو او پټو حضوري ټولګیو له لارې خپلو زده‌ کړو ته دوام ورکوي.

راپور د «راډیو بېګم» فعالیتونه د هغو هڅو یوه بېلګه بولي چې افغانو ښځو ته د تعلیم او معلوماتو د رسولو لپاره روانې دي. دا راډیو، چې د ښځو له خوا د ښځو لپاره چلول کېږي، د روغتیا، ارواپوهنې، کاروبار، دین او تعلیم په برخو کې پروګرامونه خپروي.

راډیو بېګم په ۲۰۲۱م کال کې د افغانې خبریالې او سوداګرې ،حمیده امان، له خوا جوړه شوې وه. د دې راډیو تعلیمي پروګرامونه په پښتو او دري ژبو خپرېږي او هغو نجونو ته هم درسونه وړاندې کوي چې له شپږم ټولګي پورته رسمي ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري.

لوموند لیکي دي، چې د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌ کړو له بندېدو وروسته په افغانستان کې پټ کورني او حضوري ټولګي هم جوړ شوي دي. په ځینو سیمو کې ښوونکې په شخصي کورونو او وړو پټو مرکزونو کې نجونو ته درس ورکوي، په داسې حال کې چې د امنیتي خطرونو له امله د دغو ټولګیو ځایونه او د ګډونوالو هویتونه پټ ساتل کېږي.

د راپور له مخې، انلاین زده‌ کړې هم په چټکۍ پراخې شوې دي. لوموند وايي، چې له ۲۰۰ څخه زیات نړیوال بنسټونه او تعلیمي پروګرامونه شاوخوا ۴۰۰ زره افغانو ښځو او نجونو ته وړیا یا مرستندویه انلاین کورسونه وړاندې کوي. په دغو کورسونو کې انګلیسي ژبه، کمپیوټر، پروګرامنګ، بشري حقونه او نور مضامین شامل دي.

خو انلاین زده‌ کړې د ټولو نجونو لپاره اسانه نه دي. د انټرنېټ کمزوری لاسرسی، د برېښنا نشتوالی، اقتصادي ستونزې او د موبایل او کمپیوټر محدود امکانات د ډېرو کورنیو لپاره لوي خنډونه بلل کېږي.

د یونسکو د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي توګه له ثانوي او لوړو زده‌ کړو منع دي. یونسکو اټکل کوي چې دغو محدودیتونو میلیونه نجونې له رسمي تعلیم څخه محرومې کړې دي.

سره له دې، د لوموند راپور وايي، چې د راډیو درسونه، پټ ټولګي او انلاین زده‌ کړې ښيي چې افغانې ښځې د موجودو محدودیتونو تر منځ د تعلیم د دوام لپاره بدیلې لارې پیدا کوي.

د شاوخوا ۲۰۰ تعلیمي بنسټونو او ۴۰۰ زره زده‌ کوونکو شمېرې د لوموند د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ دي او د افغانستان په دننه کې یې بشپړه خپلواکه ارزونه ستونزمنه ده.