کابل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي دي، چې د دوي حکومت اوسمهال له نورو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او رسمي پېژندنه یې «د راتلونکې مرحلې موضوع» ده.
متقي ،د اګست په ۳۰مه، د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي، چې طالبان غواړي له امریکا سره اړیکې عادي کړي او واشنګټن دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي. دا مرکه د اګست پر ۲۶مه په کابل کې شوې وه.
هغه ویلي:
«موږ له امریکا سره د اړیکو د عادي کولو هڅه کوو. دواړه خواوې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې لرلی شي. په رسمیت پېژندنه د راتلونکې مرحلې موضوع ده.»
متقي له امریکا غوښتي دي چې له طالبانو سره له تقابلي چلنده لاس واخلي او د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو خپله پالیسي بدله کړي.
دا په وروستیو اوونیو کې دویم ځل دی چې متقي په ښکاره له واشنګټن سره د اړیکو د عادي کولو غوښتنه کوي. نوموړي له دې وړاندې نیویارک ټایمز ته ویلي وو چې امریکا کولی شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، ډیپلوماتیک حضور ولري او د افغانستان د کانونو او زیربناوو په برخو کې پانګونه وکړي.
روسیه د ۲۰۲۵م کال په جولایۍ کې لومړنی او تر اوسه یوازینی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت وپېژاند. خو چین، د منځنۍ اسیا هېوادونه، ایران او یو شمېر نور هېوادونه، سره له دې چې له کابل سره یې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي، لا یې رسمي پېژندنه نه ده اعلان کړې.
لوېدیځ هېوادونه بیا د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیز، د ښځو پر کار او عامه ژوند محدودیتونه او د بشري حقونو وضعیت له طالبانو سره د اړیکو د بشپړ عادي کېدو له مهمو خنډونو ګڼي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې له لسګونو هېوادونو سره د کار په کچه اړیکې پراخې کړې او متقي په وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د افغانستان له ۴۰ څخه زیاتو سفارتونو او قونسلګریو سره اړیکې لري.


شال نیوز