د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې د ډومېل په سیمه کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

 

ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي چې دا پېښه د اپرېل په ۲مه د شپې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ډومېل پولیس تاڼې ته نږدې زوروره چاودنه وشوه. د چاودنې شدت دومره زیات و چې د تاڼې ترڅنګ یو کور هم ونړېد.

 

سرچیني زیاتوي چې وژل شوي پنځه واړه کسان د هاغه یو کور غړي دي چې د چاودنې له امله ونړېده. په وژل شویو کې د کور مشر ډاکټر نقیب، د هغه مېرمن، یو زوی، یوه لور او د مېرمنې خور شامل دي.

 

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ځانمرګي بریدګر یو له بارودو ډک موټر د پولیس تاڼې پر لور بیوه، خو پولیسو پرې ډزې وکړې چې له امله یې موټر له هدف مخکې وچاودېد او تاڼې ته ونه رسېده.

 

ځايي چارواکي وایي، په دې چاودنه کې د پولیس تاڼې یوه لویه برخه زیانمنه شوې، خو په تاڼه کې دننه پولیسو ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

 

ټپیان شوي کسان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

 

دا برید په داسې وخت کې شوی چې په خېبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول قبایلي او جنوبي سیمو کې، د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. په مارچ کې د امن او اقتصاد انسټیټیوټ په نوم د نړیوالې څار ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان د ترهګرۍ له پلوه د نړۍ تر ټولو اغېزمن هېواد بلل شوی، چې پکې خېبر پښتونخوا تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه ده.

 

د دې برید مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلې ندی منلی.