د افغانستان په پلازمینه کابل کې د لومړي ځل لپاره د فایو جي (5G) انټرنېټ خدمتونه په ازمایښتي ډول پېل شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، مولوي حمدالله نعماني، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له مشر علي الله سروري سره په لیدنه کې په هېواد کې د ټېلېکام پوښښ پراخولو، لرو پرتو سیمو ته د اسانتیاوو رسولو او د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو په اړه خبرې وکړې.
د مخابراتو وزارت په وینا، د افغان بېسیم مسؤلینو ویلي، چې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره په کابل کې ۷۴ انتنونه د 5G ټکنالوژۍ ته لوړ شوي دي. ویل کېږي چې د ازمایښتي پړاو تر بشپړېدو وروسته به دا خدمتونه د هېواد نورو سیمو ته هم وغځول شي.
هغوي زیاته کړه چې شرکت د ۲۰۲۶ کال له پېل راهیسي ۴۶ نوې مخابراتي سایټونه جوړ او فعال کړي دي، او ۱۸۶ نور تر جوړېدو لاندې دي.
په دې لیدنه کې د شرکت چارواکو د مخابراتو وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د حکومت په ملاتړ سره د خدماتو ښه والی ممکن شوی دی.
د مخابراتو وزیر وویل چې په ننني عصر کې مخابراتي خدمتونه د اړیکو بنسټ جوړوي او حکومت به د دې سکتور د پراختیا لپاره له خصوصي شرکتونو سره خپله همکاري روانه ساتي.

حبیب مسافر