پېښور : د جماعت اسلامي خیبر پښتونخوا امیر عبدالواسع ویلي دي، چې د پټرولیم مصنوعاتو د بیو د پرله پسې لوړېدو او د پټرولیم لېوي ټېکس پر ضد به د سپتمبر پر درېیمه په ټول پاکستان کې شټرډاون هړتال کېږي.
نوموړي ،د اګست په ۳۰مه، د نوښار په پبو بازار او چارسده کې له سوداګرو او د تاجرانو له تنظیمونو سره تر لیدنو وروسته خبریالانو ته ویلي دي چې د جماعت اسلامي پاکستان د امیر حافظ نعیم الرحمن په غوښتنه دغه هړتال رابلل شوی او د پبو بازار د صدر حاجي اورنګزېب په ګډون یو شمېر سوداګریزو تنظیمونو یې د ملاتړ اعلان کړی دی.
عبدالواسع ویلي دي، چې د پټرولیم مصنوعاتو د بیو زیاتوالی او پر ولس د ټېکسونو بار په داسې وخت کې زیاتېږي چې خلک له ګرانۍ، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د اګست له ۱۶مې راهیسې په څلورو صوبو کې د ګورنر هاوسونو مخې ته د جماعت اسلامي احتجاجي ناستې روانې دي. نوموړي وویل، چې د پېښور د ګورنر هاوس مخې ته به د ځوانانو یوه صوبايي غونډه هم کېږي چې حافظ نعیم الرحمن به ورته وینا کوي او د ګوند راتلونکې تګلاره به اعلانوي.
عبدالواسع ویلي دي، چې که حکومت د پټرولیم بیې او لېوي ټېکس کم نه کړي، جماعت اسلامي به خپل احتجاج نور هم پراخ کړي. د هغه په وینا، د سپتمبر پر درېیمه به «له خیبره تر کراچۍ او له ګوادره تر چتراله» سوداګر، مزدوران، زده کوونکي او نور خلک په هړتال کې د ګډون لپاره رابلل کېږي.
د جماعت اسلامي صوبايي مشر په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ د غیر اعلانیه لوډشیډنګ او د زیاتو بلونو پر موضوع هم نیوکه کړې او له حکومت څخه یې د دغو ستونزو د ختمولو غوښتنه کړې ده.
هغه د سرکاري روغتونونو او تعلیمي ادارو د اوټ سورسنګ پر تګلارې هم مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د روغتیا او تعلیم د ادارو شخصي لاسونو ته سپارل به د غریبو او منځنۍ طبقې خلکو لپاره علاج او تعلیم لا ګران کړي.
عبدالواسع د صوبې پر امنیتي وضعیت هم اندېښنه ښودلې او تور یې پورې کړی دی چې صوبايي حکومت د ولس د بنیادي ستونزو پر ځای سیاسي فعالیتونو ته ډېره پاملرنه کوي.
هغه ویلي دي، چې جماعت اسلامي به د پټرولیم د بیو د کمولو، د لېوي ټېکس د ختمولو، د لوډشیډنګ او زیاتو بلونو د مخنیوي، د سرکاري روغتونونو او سکولونو د ساتنې او د امن د ټینګښت لپاره خپل احتجاج ته دوام ورکړي.


شال نیوز