د مشتي بازار د دوکاندارانو د اتحادیې مشر اسد ایاز وایي چې د وروستیو سېلابي رېلو له امله سیمه کې درانه مالي تاوانونه اوښتي دي.

 

د هغه په وینا، شاوخوا ۵۰ دوکانونه او ۱۰ کورونه زیانمن شوي، چې ورسره د ګڼو کورنیو روزګار او سرپناه دواړه اغېزمن شوي دي.

نوموړی له حکومته د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او زیاتوي چې که څه هم د صفایۍ او بحالۍ کارونه پېل شوي، خو دا بسنه نه کوي او لا هم جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

 

د منځنۍ اورکزي د مشتي مېلې په سیمه کې د ،د اپرېل په ۲۸مه، راغلي د ناڅاپي سېلاب  د اوبو نښې لا هم پر ځای دي. د بازار کوڅې په خټو او چټلیو پوښلې دي، دوکانونه وران شوي او سوداګر له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. ګڼ کورونه یا نیمه ویجاړ شوي او یا د اوسېدو وړ نه دي پاتې.

 

ځايي اوسېدونکي وایي چې سېلاب ناڅاپه راغی او خلکو ته یې د ځان او مال د ژغورلو فرصت ورنه کړ. ځیني کورنۍ د خپلوانو کره کډه شوې دي، او یو شمېر نور لا هم د بې سرپناهۍ له ستونزې سره مخ دي.

 

بل لور ته، د ضلعي انتظامیې چارواکي وایي چې د متاثره سیمو د صفایۍ کار روان دی. ریسکیو ۱۱۲۲، ټي ایم ای او نورې ادارې په دې عمل کې برخه اخلي. د کوز اورکزو اسسټنټ کمشنر عمر مختار وایي چې یوه کمېټه د زیانونو تفصیلي جاج اخلي، څو متاثره کسانو ته زر تر زره مرستې ورسول شي.

 

چارواکو دا هم تایید کړې چې تر دې دمه له سلو زیات دوکانونه او شپږ کورونه په بشپړه توګه سېلابي اوبو وړي دي، خو ځایي خلک وایي چې حقیقي زیان تر دې هم زیات دی او حکومت نه د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کوی.