کابل : د افغانستان د متحدې جبهې مشر او د پخواني جمهوري نظام جنرال ،سمیع سادات، وايي چې د دوي موخه د طالبانو د اوسني نظام پر ضد مبارزه او نسکورول یې دي. سادات د یکشنبې په ورځ، د اګست پر ۳۰مه، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «زمونږ موخه د طالبانو د اوسني نظام پر وړاندې مبارزه او د هغه نسکورول دي.»

 

د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ورسره دعوه کړې ده چې وسله‌ والو یې تېره شپه د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالبانو د پولیسو پر مرکز برید کړی او دوه پولیس یې وژلي دي. ۸صبح هم د جبهې دغه تازهدعوه راپور کړې ده.

 

تر اوسه طالبانو د کونړ د برید په اړه کوم تازه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی او د مرګ‌ ژوبلې دعوه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. متحدې جبهې په یو جلا اقدام کې د پروان ولایت د مرکز او سید خېلو او بګرام ولسوالیو په ځینو سیمو کې خلکو ته خبرتیاوې خپرې کړې دي.

 

جبهه وايي، چې په دغو پیغامونو کې یې له خلکو غوښتي دي چې له پوځي مرکزونو، غونډو او د طالبانو د ځواکونو له نږدې کېدو ډډه وکړي او له طالبانو سره همکاري ونه کړي. جبهې په خپل پیغام کې ویلي دي چې جګړه یې د هغه څه پر ضد ده چې دوي یې «د بهرنیو استخباراتي سازمانونو له خوا جوړ شوی استبدادي رژیم» بولي.

 

افغانستان : سمیع سادات له امریکا او ناټو د طالبانو پر ضد د سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړه
افغانستان : سمیع سادات له امریکا او ناټو د طالبانو پر ضد د سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړه
متحده جبهه: ۱۸۰ دیني عالمانو د طالبانو پر ضد د پوځي مبارزې فتوه ورکړې
متحده جبهه: ۱۸۰ دیني عالمانو د طالبانو پر ضد د پوځي مبارزې فتوه ورکړې
افغانستان : سمیع سادات له طالبانو سره همکارو پخوانیو افغان ځواکونو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ
افغانستان : سمیع سادات له طالبانو سره همکارو پخوانیو افغان ځواکونو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ

 

متحدې جبهې له خپلې اعلامیې سره یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې په پروان کې د خلکو لپاره د خبرتیاوو وېشل پکې ښکاري.

 

د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د جولایۍ په وروستیو کې د طالبانو پر ضد د وسله‌ والو عملیاتو د پېل اعلان کړی و او تر هغه وروسته یې په کندهار او نورو ولایتونو کې د یو شمېر بریدونو مسئولیت منلی دی. طالبان بیا د اګست په دویمه د سادات د پوځي فعالیتونو دعوه رد کړې وه او ویلي یې وو چې دا ډول مخالفې ډلې په افغانستان کې عملي پوځي حضور نه لري.