د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې ویلي، د افغانستان له بېلابېلو سیمو لږ تر لږه ۱۸۰ دیني عالمانو او د دیني علومو څېړونکو په یوه فتوا کي د طالبانو پر ضد د پوځي مبارزې ملاتړ کړی او له دې جبهې یې د عملیاتو غوښتنه کړې ده.

 

د متحدې جبهې په وینا، دغه فتوه په کابل کي د دیني عالمانو په یوه غونډه کي صادره شوې ده. ځینی رسنیو د پنجشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۷مه، د جبهې د اعلامیې پر بنسټ د دې فتوی راپور خپور کړی دی.

جبهې ویلي، په فتوه  کي د تفسیر، حدیث، فقهې، سیرت، عقیدې او د دین د نورو برخو عالمان او څېړونکي شامل دي.

 

د جبهې د اعلامیې له مخې، دغه عالمان د یوه دیني مرکز غړي دي چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کي جوړ شوی و او هدف یې د خرافاتو، دیني بدعتونو او مذهبي اختلافاتو مخنیوی او د اسلامي احکامو په اړه د خپل تعبیر وړاندې کول بلل شوي دي.

 

متحدې جبهې ویلي، دیني عالمانو په یوه جلا لیک کي افغانستان د “طاغوت تر واک لاندې” بللی او ادعا یې کړې چې د اوسني حالت بدلول “دیني رسالت” دی. هغوی د افغانستان د ازادۍ جبهې ته هم د طالبانو پر ضد د وسله والې مبارزې غوښتنه کړې ده.

 

د متحدې جبهې په وینا، د علماوو دغه مرکز دعوه کړې چې فتوه یې د افغانستان د دیني عالمانو په استازیتوب صادره کړې ده.

 

خو تر اوسه په عامه توګه داسې بشپړ سند نه دی خپور شوی چې د ټولو ۱۸۰ علماوو نومونه، لاسلیکونه او د هغوی سیمې پکي په خپلواکه توګه وکتل شي. شال نیوز هم د فتوی د صادرېدو او د ګډونوالو د شمېر خپلواک پخلی نه شي کولای.

 

متحدې جبهې ویلي چې د علماوو غوښتنې ته یې مثبت ځواب ورکړی او د طالبانو پر ضد یې پوځي مبارزه “دیني فریضه” بللې ده. جبهې زیاته کړې چې د طالبانو د ادارې تر نسکورېدو پورې به خپلو وسله والو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

 

د افغانستان متحدې جبهې، چې مشري یې د پخواني افغان پوځ جنرال سمیع سادات کوي، د اګست په لومړیو کي د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی و. دې ډلې وروسته په کندهار او نورو سیمو کي د بریدونو ادعاوې هم کړې دي، خو د دغو بریدونو د تلفاتو ټول جزیات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

 

طالبانو تر دې مخکې د سمیع سادات د جبهې د پوځي فعالیتونو ادعاوې رد کړې وې. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اګست پر دویمه ویلي وو چې دا ډول مخالفې ډلې له افغانستانه بهر فعالیت لري، خو په هېواد کي عملي پوځي حضور نه لري.

تر اوسه طالبانو د ۱۸۰ دیني عالمانو د دې تازه ادعا شوې فتوا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.